زلمي خلیلزاد کابل کې له ولسمشر اشرف غني سره لیدلي

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمي خلیلزاد کابل ته په خپل سفر کې له ولسمشر محمد اشرف غني سره ولیدل.

د ولسمشرۍ ماڼۍ په اعلامیه کې ویل شوي چې په دې کتنه کې دواړو لورو پر اوربند او له افغانستانه بهر د طالبانو پر پټنځایونو خبرې کړې دي.

په اعلامیه کې ویل شوي چې د ولسمشر غني او د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ په وروستۍ کتنه کې هم پر همدې دوو مسایلو خبرې شوې وې او دواړو لوریو ټینګار کړی و چې له افغانستانه بهر د ترهګرو ځالې باید له منځه یوړل شي.

ښاغلي ټرمپ افغانستان ته په خپل ناڅاپي سفر کې په بګرام کې امریکايي ځواکونو ته د وینا پرمهال ویلي و چې طالبانو سره خبرې بیا پیل شوې دي.

د افغانستان د ولسمشر یوه ویاند دواخان مینه پال ازادي راډیو ته ویلي و چې ولسمشر غني او ولسمشر ټرمپ په افغانستان کې د پایدارې سولې لپاره باید طالبان د اوربند وړاندیز ومني.

د امریکا ځانګړي استازي هم یو ځل بیا د افغانستان له حکومتي مشرانو سره په کتنه کې د ترهګرو د پناه ځایونو پر لمنځه وړلو او اوربند ټینګار کړی دی.