د مسلمانانو د ځپلو له امله پر چینايي چارواکو د امریکا بندیزونه

ارشیف

د امریکا د استازیو جرګې په قاطع اکثریت یوه لایحه تصویب کړه چې په اساس به یې په لوړپوړو چینايي چارواکو باندې د اقلیت مسلمانانو د ځپلو په خاطر بندیزونه ولګول شي.

لایحې ته ۴۰۷ وکیلانو مثبته او یواځې یوه منفي رایه ورکړه.

په سپټمبر میاشت کې سنا جرګې هم په دې اړه یوه لایحه تصویب کړې وه.

دواړه لایحې سره جوړه کیږي او د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته ورلیږل کیږي څو یې لاسلیک یا هم ویټو کړي.

د ایغور ۲۰۱۹ په نوم دا لایحه د بیجینګ له خوا د چین په شمال لویدیځ شینجیانګ ولایت کې د " بشري حقونو پراخه سرغړونه" تر انتقاد لاندې نیسي.

هلته شاوخوا یو میلیون ایغور مسلمانان مېشت دي چې اوس وخت د چین د حکومت له خوا تر څار لاندې کمپونو کې ایسار ساتل کیږي.

د امریکا د استازیو جرګې دې لایحې چین غوصه کړی او انتقاد یې ور باندې کړی دی.
د چین د بهرنیو چارو وزارت نن په یوه بیان کې ویلي چې امریکا دې سمدستي خپله غلطي اصلاح او پرینږدي چې د شینجیانګ اړوند دا لایحه قانوني بڼه خپله کړي.

چین همدراز په امریکا غږ کړی چې د شینجیانګ اړوند موضوع نه په استفادې د چین په کورنیو چارو کې لاسوهنه بنده کړي.

د چین حکومت تل دا رد کړې چې له ایغور مسلمانانو سره بد چلند کوي او ویلي یې دي چې د روزنې کمپونه یې د هغوی د تعلیم لپاره پرانیستي.

په کمپونو کې د چینايي چارواکو په خبره خلکو ته حرفوي زده کړې ورکول کیږي څو افراطیت ته ترهګرۍ ته مخه نه کړي.