د م م سرمنشي: د اقليم بدلون پر وړاندې مبارزه سیاسي اراده غواړي

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونيو ګوتيريش

د ملګرو ملتونو سرمنشي وايي، د اقليم د نړيوال بدلون پر وړاندې د مبارزې لپاره نورې سياسي ارادې ته اړتيا ده.

انتونيو ګوتيريش خبردارى ورکړ، چې بشريت د طبيعت پر وړاندې جګړه ترسره کوي، چې بايد ودرول شي.

ګوتيريش دا خبرې پرون په داسې حال کې وکړې، چې په پام کې ده نن په مادريد کې د اقليمي بدلون نړيواله سرمشريزه پيل شي، چې دوې اوونۍ به دوام کوي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي وويل، انسانان له څو لسيزو راهيسې له ځمکې سره په جنګ اخته دي.

د انتونيو ګوتيريش په خبره ځمکه هم له دوامدارو او وژونکو طبيعي افتونو، وچکالۍ او د سمندرونو د سطحې د لوړېدو له ستونزې سره په جنګ بوخته ده.

د ٢٠٠ هېوادونو مرکچيان به هڅه وکړي چې د پاريس د تړون د عملي کېدو لپاره پر اصولو موافقه وکړي.

دوى به پر دې هم هوکړه کوي، چې په نېستمنو هېوادونو کې د اقليم د اړوندو زيانونو د مخنيوي لپاره د جبران لارې چارې ايجاد کړي.

د پاريس تړون د اقليمي بدلون په وړاندې د مبارزې لپاره د ملګرو ملتونو په چوکاټ کې يوه موافقه ده، چې مسوده يې په ٢٠١٥م کال کې جوړه شوې ده.

د اوکراين پوځ وايي، په ختيځه سيمه دونيڅک کې پرون دوه اوکراييني سرتېري د جنګي ماموريت پر مهال وژل شوي دي. پوځ دا خبر د خپل فېسبوک پر پاڼه خپور کړى دى.