ننګرهار کې د ملکي هوايي ډګر د جوړېدا ارزونه پیل شوې

د جلال اباد له هوايي ډګره تر ډېره يوازې د پوځي اهدافو لپاره استفاده کېږي، خو کله- کله د ځينو نړيوالو ادارو له خوا د ملکي الوتنو لپاره هم ورڅخه کار اخيستل کېږي.

د ننګرهار چارواکي وايي په دغه ولايت کې د ملکي هوايي ډګر د جوړېدو د ارزونې چارې يې پيل کړې دي.

چارواکي وايي د دې ډګر د جوړېدو لپاره په لومړنۍ ارزونه کې په چپرهار، روداتو ولسواليو او ګمبيري کې ځينې سيمې په نښه شوي دي.

د والي وياند عطا اله خوږياڼي پرون ازادۍ راډيو ته وويل، اصلي تخنيکي ارزونه د ايټاليا د يوې کمپنۍ له خوا کېږي.

هغه وايي: ”اوس وروستۍ تخنيکي ارزونه کېږي، دا ارزونه د ايټاليا د يوې کمپنۍ له خوا د ٦٨ مليونه افغانيو په بودجه ترسره کېږي، تر دې ارزونې وروسته به ځاى په نښه شي او په ننګرهار کې به د ملکي هوايي ډګر د جوړېدو چارې عملاً پيل شي.“

د ننګرهار چارواکي تمه لري، چې دا تخنيکي ارزونه به په شپږو مياشتو کې بشپړه شي.

د جلال اباد له هوايي ډګره تر ډېره يوازې د پوځي اهدافو لپاره استفاده کېږي، خو کله- کله د ځينو نړيوالو ادارو له خوا د ملکي الوتنو لپاره هم ورڅخه کار اخيستل کېږي.