چارواکي: غزني کې له ۵۰۰ زیات وسله وال مخالفین وژل شوي

د کابل په ١٣٥ کيلومترۍ کې د پراته غزني ولايت ځينې ولسوالۍ په وروستيو کې نا امنې ګڼل کېږي.

په غزني ولايت کې يو امنيتي چارواکى وايي په تېرو درېيو مياشتو کې د دولت څه باندې ٥٠٠ مخالف وسله وال وژل شوي دي.

په غزني کې د ملي اردو يو مسؤل وايي په تېرو درېيو مياشتو کې د پوځي عملياتو په نتيجه کې د دولت تر ٥٠٠ زيات مخالف وسلوال وژل شوي دي.

د کابل په ١٣٥ کيلومترۍ کې د پراته غزني ولايت ځينې ولسوالۍ په وروستيو کې نا امنې ګڼل کېږي.

په غزني کې د ملي اردو د درېيمې پلې لېوا سرپرست قوماندان، ډګروال توریالي هادي پرون په جغتو ولسوالۍ کې د پوځي عملياتو پر مهال د ازادۍ راډيو د پوښتنې په ځواب کې وويل، په غزني ولايت کې د دوى پوځي عمليات ډېر بريالي وو.

هغه زیاته کړه: ”په هغو عملياتو کې چې مونږ په تېرو درېيو مياشتو کې کړي، د دښمن تر ٥٠٠ زيات کسان وژل شوي دي، د دوى وسلې زمونږ لاس ته راغلي، په زياتو ځايونو کې يې مړي د جګړې په ميدان کې پاتې دي، مونږ څو وسايط چې دښمن له ځان سره وړي وو، ټول بېرته ورڅخه اخيستي دي.“

خو په افغانستان کې کومې بې پرې سرچينې د وژل شويو وسله والو دغه ارقام نه دي تائيد کړي.

که څه هم په غزني کې د ملي اردو د درېيمې پلې لېوا سرپرست قوماندان، ډګروال توریالى هادي وايي په تېره يوه مياشت کې پنځه ولسوالۍ له وسله والو تصفيه شوي خو د ولايتي شورا مرستيال د دغو ولسواليو شمېر ٣ ښيي.

د غزني د ولايتي شورا مرستيال امان اله کامراني وايي، په تصفيه شويو سيمو کې لا هم د دولت مخالف وسله وال حضور لري.

خو ښاغلى کامراني وايي د کومانډو ځواکونو او د شپې له خوا شويو عملياتو ښه نتيجه ورکړې ده.

د نوموړي په خبره : ”دا په رښتيا هم ښه اثر لري او دغو عملياتو ته بايد دوام ورکړل شي، د غزني درې ولسوالۍ په وروستيو کې له طالبانو خلاصې شوي، چې يوه ده يک، يوه جغتو او بله خواجه عمري ولسوالي ده، دا پنځه ولسوالۍ نه، درې ولسوالۍ دي، چې حکومت نيولي دي، هغه هم يوازې د ولسوالۍ تعميرونه نيول شوي په اطرافو کې يې اوس هم وسله وال طالبان شته. “

د غزني چارواکي په دې ولايت کې د داعش يا اسلامي دولت ډلې د وسله والو حضور نه تائيدوي خو وايي د وسله والو طالبانو په ليکو کې د القاعده شبکې غړي شته.

د ملي اردو د درېيمې پلې لېوا سرپرست قوماندان، ډګروال توریالى هادي وايي نه پوهېږي چې د القاعده شبکې د دغو غړو شمېر به څو ته رسېږي.

خو د غزني د ولايتي شورا مرستيال امان الله کامراني وايي په هره هغه ولسوالۍ کې چې د طالبانو په کنټرول کې دي، له طالبانو سره د القاعده شبکې يوه يا دوې ډلې شته.

د ښاغلي کامراني په خبره د القاعده شبکې دغه وسله وال د طالبانو په جامه کې ګرځي او نه غواړي چې خپل حضور څرګند کړي.

د غزني د ولایتي شورا مرستیال امان الله کامراني

د ولايتي شورا مرستيال وايي د غزني د ١٨ ولسواليو له جملې ٩ ولسوالۍ لا هم د دولت د وسله والو مخالفانو په ولکه کې دي؛ د والي وياند محمد عارف نوري بيا وايي يوازې دوې ولسوالۍ ناوه او اجرستان د دولت له کنټروله وتلې دي.

د ولايتي شورا مرستيال امان الله کامراني وايي غزني او حتى ګاونډيو ولايتونو ته، تر ټولو لوى خطر د غزني ناوې ولسوالۍ پېښ کړى دى.

هغه زیاتوي: ”غټه ستونزه چې ورسره لرو، ناوې ولسوالي ده، چې له تېرو ١٥ کلونو راهيسې سقوط ده، له بادينې سيمې سره سرحد لري او طالبان غزني ولايت ته له پاکستان څخه د دې ولسوالۍ له لارې زيات اکمالات کوي، حتى ګاونډيو ولايتونو ته هم له همدې لارې اکمالات کوي، غوښتنه دا ده چې نورې سقوط شوې ولسوالۍ هم ونيول شي.“

د غزني چارواکي تائيدوي چې د خوږياڼيو، زنه خان، ګېرو، ناوې او اجرستان مرکزونه د غزني مرکز، د دې تر څنګ د واغظ او اندړو ترڅنګ د ځینو نورو ولسوالیو مرکزونه نورو خوندي ځایونو ته انتقال شوي دي.

خو والي وحيد الله کليمزى وايي، د ولسواليو په تصفيه کېدو سره به دولتي چارې بېرته د هماغه ولسواليو په مرکزونو کې کېږي.

د غزني والي وحیدالله کلیمزی

کلیمزی زیاتوي: ”د غزني د ځينو سقوط شويو ولسواليو د بېرته نيولو لپاره په ولايتي کچه پلان طرحه شوى دى، تصفيوي عمليات هره ورځ دوام لري، ځينې نورې ولسوالۍ چې له کلونو راهيسې يې هستې له اصلي موقعيتونو انتقال شوي دي، په اصلي موقعيتونو کې به فعالېږي.“

غزني چې شا و خوا ته يې ميدان وردګ، باميان، پکتيا، پکتيکا، زابل، ارزګان او ډايکندي ولايتونه پراته دي، په وروستيو کې يې له ولسواليو د ناامنيو راپورونه ورکول کېږي.

د افغانستان دفاع وزارت وايي هره ورځ د هېواد په بېلابېلو برخو کې د دولت د وسله والو مخالفانو پر وړاندې په لسګونو هوايي او ځمکني پوځي عمليات کوي.

امنيتي چارواکي وايي د غزني د امنيت له ښه کېدو سره به د ګاونډيو ولايتونو امنيتي وضعيت هم بهتره شي.