ټرمپ: د ایران حکومت په 'لوی شمېر' اعتراض کوونکي وژلي

ټرمپ نن په لندن کې د ناټو سرمشریزې پر مهال وویل: "ایران ښايي اوسمهال زرګونه کسان وژلي وي او له همدې کله یې انټرنټ قطع کړی چې خلک هلته روان وضعیت ونه ویني."

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر ایران تور پورې کړی چې لوی شمېر اعتراض کوونکي يې وژلي دي.

ټرمپ نن په لندن کې د ناټو سرمشریزې پر مهال وویل: "ایران ښايي اوسمهال زرګونه کسان وژلي وي او له همدې کله یې انټرنټ قطع کړی دی چې خلک هلته روان وضعیت ونه ویني."

ده وویل چې د وژل شویو شمېر ډېر زیات دی او دا یو بد خبر دی.

ښاغلي ټرمپ وروسته له هغه دا خبره کړې چې په ایران کې د وژل شويو اعتراض کوونکو ناتاييد شوي ارقام خپاره شول.

یوه ورځ مخکې د بخښنې نړیوال سازمان وویل چې په ایران کې له تېرې یوې میاشتې راهيسي ۲۰۸ کسان د اعتراضونو پر مهال د پولیسو د ځپنو په نتيجه کې وژل شوي دي.

د ایران د قضایه قوې ویاند غلام حسین اسماعیلي د لوی شمېر کسانو د وژل کېدو خبر رد کړ.

ایراني چارواکو د اعتراضونو پر مهال په دې هېواد کې انترنټ قطع کړ او تر اوسه یې د وژل شویو اعتراض کوونکو دقیق شمېر نه دی خپور کړی.

د تهران د پولیسو مشر نن وویل چې د تېلو د بیو د زیاتېدو پر ضد په اعتراضي لاریونو کې څلور لاس لرونکي نیول شوي دي. ده وویل چې د نا ارامۍ رامنځته کولو کې د نورو لاس لرونکو پيژندنه هم دوام لري.