"د کوچنیانو جنسي ځورونوې په تړاو دې د افغانستان حکومت پرېکنده اقدامات وکړي"

اغلې ویلز ویلي چې جنسي تاوتریخوالی او د بچه بازۍ دود په هېڅ ټولنه کې ځای نه لري.

د جنوبي او منځنۍ اسیا لپاره د امریکا د بهرنيو چارو مرستيالې وزیرې الیس ویلز ویلي، افغان چارواکي باید د افغانستان په ختيځ کې د کوچنیانو د جنسي ځورونې د سختو اندېښمنوونکو راپورونو په تړاو پرېکنده اقدامات وکړي.

دا خبره مېرمن ویلز پر خپله ټويټرپاڼه لیکلې ده.

دا غوښتنه وروسته له هغه کېږي چې بریتانيايۍ ورځپاڼې ګارډين تېره مياشت راپور ورکړ چې د لوګر په ځینو ښوونځیو کې تر پنځو سوو ډېره زده کوونکي هلکان له جنسي ځورونې اغېزمن شوي. راپور کې ادعا شوې وه چې هلته یوه داسې کړۍ فعالیت کوي چې د کوچنيانو په جنسي ځورونه کې لاس لري.

اغلې ویلز ویلي چې جنسي تاوتریخوالی او د بچه بازۍ دود په هېڅ ټولنه کې ځای نه لري.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي پر خپلې ټويټر پاڼې لیکلي چې د افغانستان حکومت په دې اړه تحقیقاتو ته ژمن دی او سرغړوونکي به مجازات شي.

د هلکانو د جنسي ځورونې راپورونه په داسي حال کې دي چې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د بچه بازۍ په نوم له کوچنیانو جنسي استفاده کېږي.