ټرمپ او مدافع وکیلان یې د استیضاح غونډې ته نه ځي

سپینه ماڼۍ

سپینه ماڼۍ وايي، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د هغه مدافع وکیلان به په دې اونۍ کې د امریکا د استازو جرګه د ولسمشر د استیضاح په استماعیه غونډه کې ګډون ونه کړي.

د امریکا د استازو جرګه کې دا مهال ډیموکراټان اکثریت دي.

سپینې ماڼۍ له خوا د ډیسمبر په لومړنۍ ڼېته د استازو جرګې ته په استول شوي لیک کې د سپینې ماڼۍ سلاکار پاټ سیپلون په دې اړه ټاکل شوی هییت د قانوني پروسې په نه بشپړول او د اساسي عدالت په کمي تورن کړی دی.

د امریکا د استازو د جرګې دا کمیټه چې د استیضاح د تورونو څیړنه یې دنده ده، ټاکلي شوې چې د ډیسمبر له 4 مې نیټې علني استماعیه غونډې پیل کړي.

د امریکا د استازو د جرګې درې کمیټو د اوکراین له ولسمشر ویلادیمیر ځیلینسکي سره د ولسمشر ټرمپ د جنجالي ټیلفوني مکالمې او له همدې کبله د ولسمشر ټرمپ د ممکنه استیضاح پر اړخونو څیړنې کړي دي.

دا څیړنې په دې اړه دي چې ایا ولسمشر ټرمپ د اوکراین پر ولسمشر ویلادیمیر ځیلینسکي د فشار راوستلو لپاره څو د جوبایډن او د هغه د زوی په اړه څېړنې وکړي له خپل واک ناوړه ګټه اخیستې کنه.

جوبایډن د امریکا د ولسمشرۍ په راتلونکو انتخاباتو کې د ډیموکراټ ګوند یو مخکښ نوماند دی چې کیدای شي ولسمشر ټرمپ سره د 2020 م کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د سیالۍ ډګر ته ووځي. د نوموړې زوی هانټ بایډن تر دې مخکې په اوکراین کې د تیلو د یو شرکت چارې سنبالولې.