امریکا د منځني ختیځ په سیمو کې د اعتراضونو لامل ایران بولي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو ایران د منځني ختیځ په بېلابېلو سیمو کې د اعتراضونو اصلي لامل بللی دی.

ښاغلي پومپیو چې د دوشنبې په ورځ یې په لویسویلي پوهنتون کې خبري کولې وویل، ایران په منځني ختیځ کې د اعتراضونو ترشا یو متحد کوونکی عامل دی.

د نوموړي په خبره په عراق، لبنان او پخپله ایران کې مظاهره چیان د ملایانو د رژیم پر وړاندې اعتراضونه کړي دي.

پومپیو په داسې حال کې چې په منځني ختیځ کې یې د وروستیو ناکراریو ترشا بېلا بېل دلایل یاد کړل خو اصلي اشاره یې ایران ته وه.

هغه وویل، د عراق صدراعظم عادل عبدالمهدي داسې مهال په عراق کې د پراخو اعتراضونو په نتیجه کې له دندې لري شو چې د عراق امنیتي ځواکونو لسګونه اعتراض کوونکي ووژل او دا تر ډېره په عراق کې د ایران د نفوذ له کبله دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه، عین وضعیت په لبنان کې ترسره شو، هلته مظاهره کوونکو په خپل هېواد کې د ایران او حزب الله د لاسوهنې د ختمېدو غوښتنه کوي.

پومپیو زیاته کړه د ایران اعتراضونه چې د امنستي انټرنشنل یا د بښنې نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې څه باندې ۲۰۰ کسان په کې ووژل شول، د دې ښکارندویي کوي چې د ایرانیانو صبر نور ختم شوی دی.

د مایک پامپیو دا څرګندوني داسي مهال کیږي چې په عراق کې د حکومت ضد اعتراض کوونکو په تیرو لسو ورځو کې دوه ځله په نجف ښار کې د ایران قنسلګري وسوځوله او په خپل هیواد کې یې د ایران د مداخله د ختمیدو غوښتنه وکړه.