"ایران کې د وژل شویو معترضینو شمېر ۲۰۸ کسانو ته رسېدلی"

 امنستي انټرنشنل وایي ډیری کسان په شهریار ښار کې وژل شوي دي.

د بښنې نړیوال سازمان وایي د ایران د وروستیو اعتراضونو د ځپلو پر مهال د وژل شویو کسانو شمېر لږ تر لږه ۲۰۸ تنو ته رسېدلی دی.

د بښنې نړیوال سازمان یا امنستي انټرنېشنل وایې باور یې دا دی چې په ایران کې د وروستیو اعتراضونو د ځپلو پر مهال تر دوه سوه ډیر کسان وژل شوي دي.

دغه سازمان چې مقر یې په بریتانیا کې دی پرون وویل، دوی ته رسېدلې معتبر معلومات ښیي چې د ایران د لاریونونو پر مهال د وژل شویو شمېر لږ ترلږه ۲۰۸ تنو ته رسیدلی دی.

دغه اعتراضونه د نومبر پر ۱۵ مه په ایران کې د تېلو د بیو د لوړېدو له کبله راپورته شوي خو ډېر ژر د هغه هېواد د امنیتي ځواکونو لخوا وځپل شول او انټرنېټي خدمات هم د یوې اونۍ لپاره پرې بند شول.

امنستي انټرنشنل وایي ډیری کسان په شهریار ښار کې وژل شوي دي.

تر دې وړاندې دې سازمان د وژل شویو شمېر ۱۶۱ تنه ښودلی و.

ایران کې اعتراضونه د تېلو بیو د لوړوالي له امله پیل شوي

فیلیپ لوتر د بښنې د نړیوال سازمان د منځني ختیځ د چارو د تحقیقاتو د څانګې مدیر دی.

هغه د وژل شویو شمېره د ایران د ځواکونو له لوري د وحشتناکو وژنو ثبوت بللی او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي چې پر عاملینو یې عدالت تطبیق شي.

د ایران د اعتراض کوونکو پر وړاندې د امنیتي ځواکونو ځپونکو اقداماتو نړیوال جدي غبرګونونه راوپارول.

یو شمېر ایرانیانو له هېواده بهر لاریونونه وکړل او د ایران خلکو ته د پاملرنې غوښتنې وشوې.

حسن حبیبي په فرانسې کې یو ایرانی وګړی دی چې پرون یې په پاریس کې په همدې اړه لاریون پرمهال وویل: "مونږ له نړیوالې ټولنې او د فرانسې له حکومته غواړو، له هغو کسانو سره مرسته وکړي چې ژوند یې له خطر سره مخامخ دی، پر هغو ایرانیانو چې سړکونو ته راوتلي، د ایران د رژیم پر وړاندې د اعتراض له کبله، ظلمونه ورباندې کېږي.»

امنستي انټرنشنل ویلي، ډیری ویډیوګانې چې د دې سازمان د څېړونکو لخوا باوري ګڼل شوي ښیي چې امنیتي ځواکونه پر بې وسلو لاریون کوونکو ډزې کوي.

دا سازمان زیاتوي، دوی ته رسېدلي معلومات دا هم وایي چې د قربانیانو کورنیو ته ګواښ شوی چې له رسنیو سره خبرې ونه کړي.

حتی ویل شوي ځینې کورنۍ د خپلو عزیزانو د مړو ترلاسه کولو لپاره د پیسو ورکولو ته اړ شوي دي.

ایراني چارواکو تر اوسه د بښنې نړیوال سازمان د دې څرګندونو په اړه تبصره نه ده کړې.