"ټرمپ افغانستان ته خپل سفر بریالی وباله"

ډونالډ ټرمپ د نومبر ۲۸ مه په ناڅاپي سفر د خپلو سرتېرو د لیدو لپاره د افغانستان د بګرام پوځي اډې ته ورسېد.

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر افغانستان ته خپل وروستی سفر بریالی وباله.

ډونالډ ټرمپ د دوشنبه په ورځ لندن ته د سفر په درشل خبریالانو ته وویل چې افغانستان ته یې سفر عالي او بریالی و.

ولسمشر ټرمپ د ناټو په سرمشریزه کې د ګډون په هدف لندن ته ولاړ چیرې چې ټاکل شوې د افغانستان د وضعیت په اړه هم بحثونه وشي.

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر پرون دوشنبه داسې مهال د افغانستان د سفر په اړه لنډې خبرې وکړې چې د ناټو په سرمشریزه کې د ګډون لپاره لندن ته روان و.

ډونالډ ټرمپ د واشنګټن په هوایې ډګر کې خبریالانو ته وویل چې افغانستان ته یې وروستی سفر او له افغان ولسمشر سره لیدنه عالي وه.

ټرمپ وویل: ​"افغانستان ته تګ مې خوښ شو، ډیر کسان مې ولیدل، د ولسمشر اشرف غني په ګډون، عالي و، خوښ شوم چې هغوی مې ولیدل، افغانستان ته مې سفر ډیر بریالی و، اوس لندن ته روان یم د ناټو غونډي ته ځم او د ډېرو هېوادونو له مشرانو سره به وګورم."

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر مخکي تر دې چې لندن ته روان شي، پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې اروپا ته ځي څو د خپل هېواد استازیتوب وکړي.

ډونالډ ټرمپ د تیرې پنجنشبې په ورځ د نومبر ۲۸ مه په ناڅاپي سفر د خپلو سرتېرو د لیدو لپاره د افغانستان د بګرام پوځي اډې ته ورسېد.

نوموړي هلته له افغان ولسمشر اشرف غني سره ولیدل او له طالبانو سره یې د سولې مذاکراتو د بیا پیلېدو په اړه خبري وکړې.

ولسمشر ټرمپ په سپتمبر میاشت کې له طالبانو سره د سولي خبرې وروسته له هغه لغو کړې چې په کابل کې د طالبانو په یوه برید کې یو امریکایې سرتیری او یولس نور افغان وګړي ووژل شول.

د افغانستان ولسمشر له ښاغلي ټرمپ سره د لیدو پر مهال د خپل هېواد له لوري د سولې د هڅو په اړه خبرې وکړې او دواړو لورو وویل چې په دې هېواد کې د تل پاتې سولې راوستو لپاره باید طالبان د اوربند وړاندیز ومني.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره اونۍ له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره ګډ بګرام هوايي ډګر کې

د امریکا ولسمشر افغانستان ته د خپل سفر پرمهال د تروریزم پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د افغان امنیتي ځواکونو پرمختګونه وستایل او هم یې د افغانستان په ختیځ کې داعش وسله والو ته د ماتې له کبله افغان ولسمشر ته مبارکي ورکړه.

ټاکل شوې نن او سبا د ناټو هېوادونو سرمشریزه چې په لندن کې جوړیږي، د افغانستان د امنتیي وضعیت په اړه هم خبرې وکړي.

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمد الله محب به په لندن کې د ناټو په غونډه کې د افغانستان استازیتوب وکړي.