څارونکي ادارې: که ټاکنیز بهیر کې ستونزې حل نه شي نو کړکېچ به زیات شي

افغانستان کې د ولسمشرۍ ټاکنې د میزان په ۶مه ترسره شوې.

پر انتخاباتو د څار یو شمېر بنسټونه اندېښنه لري، که د انتخاباتو په برخه کې راولاړې شوې ستونزې ژر حل نه شي، کړکېچ به لا زیات کړي.

د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ (فیفا) اجرائیوي رئیس یوسف رشید وایي، که د هغو اوو ولایتونو ستونزه چې په کې د راًیو د بیا شمېرنې بهیر نه دی ترسره شوی هواره نه شي، د روان انتخاباتي کړکېچ حلېدل به ستونزمن وي.

هغه وویل: "که هره ورځ مظاهرې وي او هره ورځ د کمېسیون د دفترونو پر تړلو ټینګار وي او که له پاتې ۷ ولایتونو پرته لومړنۍ پایلې اعلان شي او پر وړاندې غبرګونونه وي، نو دا وروسته په انتخاباتو کې د کړکېچ لړۍ پخوي. هغه وخت به یې حلېدل سخت وي. نو کمېسیون باید زر تر زره د پاتې ۷ ولایتونو په اړه روښانه دریځ غوره کړي."

ښاغلی رشید وایي، دوی په څو ځلي د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ته د پرانیستې ناستې وړاندیز کړی چې د ده په خبره ټاکنیزو ټکټونو ته په کې قناعت ورکړل شي.

په ورته وخت کې د افغانستان د شفافو انتخاباتو بنسټ یا ټيفا اجرایوي مشر نعیم ایوب زاده هم وایي، کمېسیون غیر مسلکي چلند کوي چې د انتخاباتو پروسې ته به زیان ورسوي:

هغه وویل: "زه فکر کوم چې اوسنی حالت د اندېښنې وړ دی او پروسه به له ګواښ سره مخ کړي. له دې امله هغه پایلې چې اعلانېږي هم د منلو به نه وي، دویم دا چې د انتخاباتو کمېسیون غیر مسلکي چلند کوي."

لا هم د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې پلویانو په ۷ ولایتونو کې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون ولایتي دفترونه تړلي او د راًیو بیا شمېرنې ته اجازه نه ورکوي.

د ثبات او همپالنې انتخاباتي ډله له ټاکنو کمېسیون د ۳۰۰ زرو رایو د باطلېدو غوښتونکې ده، هغه راًیې چې د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون له خوا د باور وړ ګڼل شوې دي.

دا په دسې حال کې ده چې پر انتخاباتو د څار بهرني بنسټونه پر دغو ستونزو غلي دي او څه نه وايي.

خو د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ویاند ذبیح الله سادات ازادي راډيو ته وویل، په دې تړاو به نن پرېکړه کېږي.

"نن به د کمېسیون د دارالانشا له لوري رهبرۍ ته د ۲۷ ولایتونو په اړه راپور وسپارل شي او بیا به وروسته د کمېسیون رهبري په دې اړه پرېکړه وکړي، دا ښه وه چې په لومړنیو پایلو کې د پاتې ۷ ولایتونو شمېرل شویو رایو پایلې هم شاملې وای، خو که چېرې بیا هم اجازه ورنه کړل شي، کمېسیون به د قانون پر اساس یوه پرېکړه وکړي."

ټاکل شوې وه د تېرې ورځې ( یکشنې) تر پایه د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د دارالانشا له لوري د کمېسیون رهبرۍ ته په ۲۷ ولایتونو کې د شمېرلو شویو رایو د پایلو په اړه راپور ورکړل شي، خو لا هم دا راپور دوی ته نه دی سپارل شوی.