د ټاکنو کمېسيون ولې د ولسمشرۍ ټاکنو لومړنۍ پایلې نشي اعلانولی؟

حقوق پوهان وايي، د انتخاباتو پر خپلواک کميسيون هر ډول فشار راوستل د اساسي قانون خلاف عمل دى. 

د انتخاباتو خپلواک کميسيون لا هم نه دى توانېدلى د ولسمشرۍ د تېرو ټاکنو ابتدايي نتيجې اعلان کړي.

کميسيون يې علت دا ګڼي چې په ٧ ولايتونو کې د رايو د بياشمېرنې او تفتيش مخه نيول شوې ده.

خو حقوقپوهان وايي، د انتخاباتو پر خپلواک کميسيون هر ډول فشار راوستل د اساسي قانون خلاف عمل دى.

ځينې څارونکي وايي په دغو ٧ ولايتونو کې هغو زورواکو د رايو د بياشمېرنې مخه نيولې چې له يوې انتخاباتي ډلې سره ارتباط لري او سیاسي بڼه لري.

صالح محمد صالح پرې راپور لري چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره یې اورېدلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

د ټاکنو پایلو په اړه راپور