"کابل کې نامسؤله وسله وال او تروریستي پېښې ډیرې شوي"

په کابل کې د نامسؤله وسله والو کسانو د فعالیتونو، وسله والو غلاګانو او سړي تښتونو په اړه له پخوا راهیسې اندېښنې موجودې وې.

یو شمیر کورنۍ چې خپل خپلوان يې د کابل ښار په جنايي پیښو کې وژل شوي، د غیرمسوولو والو او ترهګرو د فعالیتونو په ډیریدو انديښنه ښيي.

عطاء اله د کابل ښار د اتمې حوزې اوسېدونکی دی چې، په دې ورستیو شپو ورځو کې یې ځوان زوی، وسله والو وژلی دی.

دی وايي، دغې پېښې ورته د غره په څېر دروند غم پر اوږو کړی او اوس هم د ښار د امنیتي وضعیت په اړه اندیښمن دی.

هغه وايي: "زوی مې د ملي اردو افسر و، دنده یې په ریشخورو کې وه، سهار پنځه بجې چې له کوره د وظیفې په لور روان شو، په حلقوي سړک کې درې څلورو کسانو په ډزو وویشت اوشهید یې کړ، مونږ نه چاته بد رسولي او نه دښمني لرو، د غلو له امله هېڅ څوک له دغې کوڅې نه شي تېرېدلی.»

د ۲۶ کلن ذبیح اله پلار وايي، زوی یې واده کړی و او درې ماشومان یې لرل.

په کابل کې ډیری کورنۍ د جنايي پېښو او وسله والو غلاګانو پر ډېرېدو اندېښنې ښيي.

د کابل ښار په بله څنډه کې حاجي حسین وايي، وسله والو کسانو یې لیک لوستی وراره، په رڼا ورځ په ډزو وواژه.

د ده زړه له دردونو ډک دی او له حکومت نه د خپل وراره د قضیې تعقیبول نه غواړي: "دی مازیګر مهال له دوستانو سره چکر ته وتلی و، کله چې بېرته راستنېده، په رڼا ورځ د مازیګر په پنځو بجو، یو کس له کوڅې ووت او سیده يې په زړه وویشت، خو حکومت تراوسه پوښتنه نه ده کړې، حکومت ته چې عریضه وکړې، مرسته درسره نه کوي، له مقابل لورې نه پیسې اخلي او خوشې کوي يې."

دغه کورنۍ وايي، حکومت د خلکو پر وړاندې مسؤلیت لري چې د نامسؤلو وسله والو د نیولو په برخه کې جدي اقدام وکړي.

په ورته وخت کې د کابل پولیس مني چې، په دغه ښار کې جنايي جرمونه کېږي خو وايي، د مخنیوي هڅې یې ډیرې شوي دي.

د کابل د پولیسو ویاند فردوس فرامرز ازادي رادیو ته وویل: "په تېرو پنځه میاشتو کې له پنځه لسو نه ډیر جنايي او سازمان شوي بانډونه ړنګ شوي دی، اوس ځینې په انفرادي توګه جرمونه کوي، مونږ د دوی د پېژندلو او نیولو په هڅه کې یو، خو جرایم اوس هم شته، د خلکو اندیښنې احساسېږي، مونږ هڅه کوو د خلکو اندېښنې لرې او امنیتي وضعیت ښه شي."

ښاغلی فرامرز وايي، امنیتي حوزو د جنايي جرمونو د مخنیوي لپاره له پلانه د بهر ښاري سیمو د امینت لپاره د سهار له ۴ بجو نه تر ۱۰ او د مازدیګز له ۴ نه د شپې تر ۱۱پورې ځواکونه ګمارلي دي.

په کابل کې د نامسؤله وسله والو کسانو د فعالیتونو، وسله والو غلاګانو او سړي تښتونو په اړه له پخوا راهیسې اندېښنې موجودې وې، خو ډیری په دې باور دي چې، حکومت د جنايي جرمونو مخنیوي ته کافي هڅه نه ده کړې.