له ایران سره په راکړه ورکړه کې د ځینو اروپايي هېوادونو هڅې

اینسټیکس سیستم سوداګري شرکتونو ته اجازه ورکوي چې له ایران سره جنس په جنس معامله وکړي.

فرانسه، بریتانیا او جرمني وايي، ۶ نور اروپايي هیوادونه له هغه بارتري سیستم سره یوځای شول چې دوی جوړ کړی او پر اساس یې شرکتونو ته اجازه ورکول کېږي، بې له دې چې پر ایران د امریکا د بندیزونو سرغړونه وشي، له دغه هېواد سره راکړه ورکړه وکړي.

دریو هیوادونو پرون (شنبه) په یوه ګډه اعلامیه کې وویل، په اینسټیکس (INSTEX) کې د ګډون لپاره د بلجیم، ډنمارک، فنلنډ، هالنډ، ناروې او سویډن د پرېکړې هرکلی کوي.

اینسټیکس د تجارتي مالونو د راکړې ورکړې نوى سیستم دى.

دغه سيسټم اوس تجارتي شرکتونو ته اجازه ورکوي له ایران سره د جنس په بدل کې د جنس معامله وکړي.

د امریکا متحدو ایالتونو د دې سیستم کلک مخالفت کړی او مرستیال ولسمشر مایک پینس ویلي، هغه وخت راغلی چې د امریکا اروپايي شریکان د ایران د وژونکي انقلابي رژیم پر ضد د امریکا د بندیزونو زیانمنول پای ته ورسوي.

اینسټیکس سيسټم چې مقر يې په پاريس کې دى، هدف يې د تجارتي راکړې ورکړې ملاتړ دى او پر اساس یې شرکتونو ته اجازه ورکول کېږي، بې له دې چې پر ایران د امریکا د بندیزونو سرغړونه وشي، له دغه هیواد سره تجارتي راکړه ورکړه وکړي.

دغه ځانګړى مالي سيسټم ايران ته اجازه ورکوي، چې خپل تېل خرڅ کړي او په بدل کې يې له نورو هېوادونو توليدات او خدمات وارد کړي، ايران به تر ډېره د امريکايي ډالرو پرځاى د تجارتي مالونو د راکړې ورکړې همدغه سيسټم کاروي.

فرانسه، بریتانیا او جرمني وايي، ۶ نور اروپايي هیوادونه هم له دغه سیستم سره یوځای شوي دي.

درې واړه هېوادونو پرون په يوه ګډه اعلاميه کې ويلي، دوى د بلجيم، ډنمارک، فنلنډ، هالنډ، ناروې او سويډن د حکومتونو د پرېکړې هرکلى کوي، چې غواړي له انس ټيکس سيسټم سره يوځاى کېږي.

په اعلاميه کې ويل شوي، د تجارتي مالونو د راکړې ورکړې له دغه سيسټم سره د نورو هېوادونو يوځاى کېدل انس ټيکس سيسټم او اروپايي هڅې لا پياوړي کوي، چې د اروپا او ايران ترمنځ په مشروع تجارت کې اسانتيا راولي.

د فرانسې، بريتانيا او جرمني د بهرنيو چارو وزيرانو چې کله په جنورۍ مياشت کې دغه پلان اعلاناوه، ويلي وو:

دغه پلان پر هغو ساحو تمرکز کوي، چې د امريکا بنديزونو نه دي په نښه کړي او تر ډېره به له هغو سکټورونو سره معامله کوي چې د ايران د وګړو لپاره مهم دي، لکه درمل جوړول، طبي خدمات او زراعتي توليدات.

د نړۍ شپږ پياوړي هېوادونه په ٢٠١٥میلادي کال کې له ايران سره پر اټمي موافقه سلا شول، خو امريکا تېر کال له دغه تړون څخه د وتلو او پر ايران بيا د بنديزونو لګولو اعلان وکړ.

له هغې راهيسې د تړون اروپايي لاسليکوونکي فرانسه، جرمني او بريتانيا د تړون د بچ پاتې کېدو هڅې کوي.

دوى له ايران سره د تجارتي مالونو د راکړې ورکړې لپاره د اينس ټيکس سيسټم جوړ کړ، چې د امريکا د بنديزونو له کبله يې تر اوسه ښکاره نتيجه نه ده ليدل شوې.