"د ایران مذهبي مشر خامنه يي له پخواني پاچا سره پرتله شوی"

په ایران کې یوه مخالف سیاسي مشر حسین موسوي

په ایران کې یوه مخالف سیاسي مشر حسین موسوي د دغه هیواد مشر آیت الله علي خامنه يي له پخواني پاچا سره پرتله کړ.

د موسوي دا خبرې د اپوزیسیون په ویبپاڼه (کلمه) کې پرون (شنبه) په داسې حال کې خپرې شوي چې د ایران حکومت په تهران او نورو ښارونو کې د خلکو مظاهرې وځپلې.

د بخښنې د نړیوالې ډلې پر اساس د ایران په وروستیو مظاهرو کې لږترلږه ۱۶۱ تنه مظاهره چیان وژل شوي دي.

موسوي د پخواني پاچا د پوځیانو له لوري د ۱۹۷۸ میلادي کال د سپټمبر د میاشتې د هغې جمعې وژنو ته په اشارې، چې توره جمعه یې بولي، خامنه يي له پخواني پاچا سره پرتله کړی دی.

د هماغه کال مظاهرې د محمد راضا شاه پهلوي د پاچهۍ د پرزېدو سبب شوې.