"هلمند کې ماین چاودنې د ملي اردو جنرال وواژه"

ارشیف

د هلمند چارواکي تائیدوي چې نن سهار په یوه چاودنه کې یو افغان جنرال وژل شوی دی.

د هلمند ولایت د عامه اړیکو مسوول زاهد اتل ازادي راډیو ته تایید کړه چې د مارجې او ناوې ولسوالیو تر منځ په لار په یوه ماین چاودنه کې د ملي اردو د سرحدي ځواکونو د څلورمې پلې لوا قومندان جنرال ظاهرګل مقبل وژل شوی او دوه عسکر یې ټپیان دي.

د ازادي راډیو خبریال هم وايي چې له افغان پوځیانو سره په موټرو کې یو شمېر خبریالان مارجې ته روان و او له ډلې یې د شمشاد خصوصي ټلویزیون خبریال سردارمحمدسروري د نن سهار په دې ماین چاودنه کې ټپي شوی دی.

ټپیان په لښکرګاه ښار کې ایمرجنسي روغتون ته انتقال شوي دي.

مارجه کې افغان پوځیانو له ډېره وخته عملیات پيل کړي و.

چا د نننۍ ماین چاودنه مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.

وسله والو طالبانو ادعا کړې چې په مارجه کې یې د افغان پوځیانو عملیات ناکامه کړي او دولتي عسکرو ته یې تلفات اړولي.