د پل خشتي جومات د بیارغونې کار بشپړ شو

د پل خشتي د جامع د بیارغونې کار د ۲۰۱۷ میلادي کال په ډېسمبر کې پېل شوی و.

د کابل ښار د پل خشتي جومات د بیارغولو کار پرون، د نومبر په ۲۹مه ، بشپړ شو.

په دې اړه په مراسمو کې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني وویل چې دا جومات په کابل کې له مهمو تاریخي ځایونو دی چې د نظافت او ساتنې به پرخه کې باید ټول همکاري وکړي.

محمد اشرف غني وویل: "له خد ایه توفیق غواړو چې ۳۷۷ جوماتونه چې په ولسوالیو کې جوړېږي، بشپړ شي، په ۲۶ ولایتونو کې چې جامع جوماتونه نه و، جامع جوماتونه د بشپړېدو په حال کې دي."

د پل خشتي د جامع د بیارغونې کار د ۲۰۱۷ میلادي کال په ډېسمبر کې پېل شوی و.

د افغانستان حکومت ویلي و چې د بیارغونې لپاره یې ۱۱۷ میلونه افغانۍ بودجه ځانګړې کړې وه.