بښنې نړیوال سازمان: ایران کې۱۶۱معترضین وژل شوي

په ایران کې د تېلو د نرخ د لوړېډو پر ضد لاریونونه دوه اوونۍ مخکې د هغه هېواد تقریباً ۱۰۰ ښارونو ته خپرې شوې.

د بښنې نړیوال سازمان امنیسټي انټرنېشنل ، پرون وویل چې په ایران کې په وروستیو اعتراضونو کې د ۱۶۱ کسانو د وژل کېدو خبر تائید شوی دی.

تر دې مخکې داسې ګڼل شوې وه چې د وژل شویو کسانو شمېر ۱۴۳ دی.

امنیسټي انټرنېشنل پرون، د نومبر په ۲۹مه، په یوه لنډ بیان کې چې ازادي راډیو ته یې استولی، ویلي چې په ایران کې په وروستیو لاریونونو کې د ۱۶۱ کسانو د وژل کېدو خبر باوري سرچینو تائید کړی دی.

د بښنې نړیوال سازمان

خو دې نړیوالې ادارې ویلي چې د وژل شویو شمېر ښايي تر دې ډېر زیات وي.

په ایران کې د تېلو د نرخ د لوړېډو پر ضد لاریونونه دوه اوونۍ مخکې د هغه هېواد تقریباً ۱۰۰ ښارونو ته خپرې شوې.

خو د ایران حکومت د لاریونونو له پیل سره سم تقریباً په ټول هېواد کې انټرنټ بند کړ او له دې امله دقیقاً نه ده څرګنده چې رژیم د لاریون کوونکو د ځپلو لپاره څه کړي او څومره کسان وژل شوي یا نیول شوي دي.

د ایران حکومت تر اوسه په دې اړه رسمي شمېرې نه دي خپرې کړې.

په ایران کې ناکرارۍ تر هغه وروسته زیاتې شوې چې د نومبر د ۱۵ مې په ماښام ډېر خلک لارو اوکوڅو ته را ووتل.

حکومت مظاهره چیان بلواګر بللي او ویلي یې دي چې د تېلو سټیشنونه او د پولیسو دفترونه یې سوځولي دي.

په ځینو ویډیوګانو کې بیا لاریون کوونکو پولیس او دولت پلوي کسان ملامته کړي چې قصداً په خپله دوکانونه او دفترونه سوځوي او پړه یې په دوی اچوي.