لویدیځو ورځپانو افغانستان کې پر ملکي تلفاتو او تهران ته د طالبانو پر سفر تبصرې کړي

اینډیپنډټ فارسي:

انډيپنډټ فارسي ورځپاڼې لیکلي چې ملا برادر د نویو متحدینو په لټون پسې وتلی دی.

له لندنه دې خپرېدونکې ورځپاڼې لیکلي چې د طالبانو مرستیال او د سیاسي ډلې مشر ملاعبدالغني برادر د همدغو هڅو په دوام تهران ته تللی و او هلته یې د ایران د بهرنیو چارو له وزیر جواد ظریف سره وکتل.

طالبان وايي چې د سیمې هېوادونو ته اکثرا د افغانستان د سولې په روانو چارو باندې د بحث لپاره سفرونه کوي او د سه شنبې په ورځ یې هم له ظریف سره د سولې په اړوندو مسایلو خبرې کړي.

د اینډيپنډټ فارسي په دې مقاله کې راغلي چې یو وخت ایران له طالبانو سره سخته دښمني درلوده، خو اوس یې د دوستۍ لاس ورکړی او اړیکې ورسره لري.

ان تر دې چې ورځپاڼې ادعا کړې طالبانو ته د ایران په خاوره کې د روزنې کمپونه جوړ شوي او وخت ناوخته ورسره د پیسو او وسلو مرستې کیږي.

ورځپاڼې لیکلې چې طالبانو د تهران د دوستۍ په بدل کې د افغانستان په لویدیځو برخو کې د داعش یا اسلامي دولت ډلې جنګیالي تر تېغه تېر کړي او حضور یې ور ختم کړی دی.

د امریکا دفاع وزارت هم شاوخوا لس ورځې مخکې ویلي و چې ایران په منځني ختیځ کې ځینې ترهګرې ډلې او هم طالبان تمویلوي.

د اینډيپنډټ فارسي ورځپاڼې په پیکنګ کې جوړېدونکې بین الافغاني ناستې ته هم اشاره کړې چې اوس طالبانو په دې خاطر ځنډولې چې د افغانستان له خوا د ګډونوالو له لیسټ سره نه دي جوړ.

طالبانو دا لیسټ دولتي بللی او د اینډیپنډنټ فارسي ورځپاڼې په لیکنه په دې لټه کې دي چې د سولې په خبرو کې بېلابېل لوري او ګوندونه برخه ولري.

نیویارک ټایمز:

نیویارک ټایمز ورځپاڼې په افغانستان کې د سړک غاړې ماین چاودنو باندې مقاله لیکلې چې ګڼو کسانو ته تلفات اړوي.

په تر ټولو وروستۍ پېښه کې چې په کندز کې شوې د چارواکو په خبره ۱۵ ملکیان د سړک غاړې په یوه ماین چاودنه کې وژل شوي.

د کندز د والي ویاند عصمت الله مرادي ازادي راډیو ته ویلي چې د ملکیانو یو موټر چهارشنبه په امام صاحب ولسوالۍ کې په هغه ماین ور برابر شو چې طالبانو ځای پرځای کړی و.

نیویارک ټایمز لیکلي چې دا ملکیان د طالبانو تر واکمنۍ لاندې یوې سیمه کې د واده محفل ته روان و چې د ماین چاودنې یې کورنۍ د ویر په ټغر کینولې.

ورځپاڼه لیکي دا پېښه ښيي چې د افغانانو په ژوند کې د غم او ښادۍ واټن څومره کم دی.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې لیکلي چې په دې ماین چاودنه کې د ۴۰ کلن عزیز رحمان مور، ښځه، خور او پنځه بچیان ووژل شول.

عزیز رحمان ویلي چې د خپلې کورنۍ غړیو ته یې نوي کالي اخیستي و خو اوس یې ښادي په ابدي ویر بدله شوې.

ورځپاڼې لیکلي چې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي د چهارشنبې ورځې د بمي چاودنې په اړه څېړنې کوي.

د جنګ د لمنې په غځېدو په بمي چاودنو او هوايي بریدونو کې د راپورونو په اساس د ملکیانو مرګژوبله زیاته شوې ده.

نیویارک ټایمز لیکلي چاودنې د افغان ملکیانو د مرګژوبلو یو لوی لامل دی.

ورځپاڼې لیکلي چې په ۲۰۱۸ کال کې تقریباً ۴۰۰ ملکیان په بمي چاودنو کې وژل شوي دي.