لوګر کې د ځینو ښوونځیو له زده کوونکو د ناوړه جنسي استفادې په اړه ارګ کې بحث وشو

دا غونډه د ولسمشر اشرف غني په مشرۍ تېر ماښام په ارګ کې جوړه شوې وه.

د افغانستان جمهوري ریاست وايي چې د قانون د حاکمیت او د فساد پرضد د عالي شورا په غونډه کې د لوګر ولایت په ځینو ښوونځیو کې له ماشومانو د ناوړه جنسي استفادې د ادعاوو په اړه بحث وشو.

دا غونډه د ولسمشر اشرف غني په مشرۍ تېر ماښام په ارګ کې جوړه شوې وه.

جمهوري ریاست په یوه خبرپاڼه کې وايي، په دې غونډه کې ټینګار وشو چې دا قضیه باید د افغانستان د لویې څارنوالی او د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون له خوا وڅېړل شي او دا ادارې دې بیا خلکو ته په دې برخه کې د خپلو اقداماتو په اړه معلومات ورکړي.

د لوګر د مدني ټولنې رییس موسی محمودي په دې وروستیو کې له یوشمېر رسنیو سره په خبرو کې ادعا وکړه چې د لوګر ولایت په ځینو ښوونځیو کې له زده کوونکو هلکانو څخه ناوړه استفاده شوې.

نوموړی وروسته د ملي امنیت له خوا ونیول شو. په دې پسې د ملي امنیت له توقیف ځای څخه د محمودي او د هغه د یو ملګري احسان الله حمیدي خپرې شوې ویډیو هم یولړ غبرګونه وپارول.

د چهارشنبې په ورځ د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون ویاند شکرالله مشکور آزادۍ راډیو ته وویل چې محمودي او حمیدي خوشې شوي او دې کمیسیون ته سپارل شوي دي.