ولسمشر غني د امریکا د لوی درستیزانو د کمېټې له مشر سره وکتل

ارشیف

ولسمشر محمد اشرف غني نن د امریکا د لوی درستیزانو د کمېټې له مشر جنرال مارک ميلي سره وکتل.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، دواړو لوریو د امریکا له خوا د افغانستان له دفاعي او امنیتي ځواکونو سره د ملاتړ، د تروريزم پر ضد د ګډې مبارزې او سولې په اړه خبرې وکړې.

مارک میلي پرون کابل ته لاړ او هلته یې وویل چې په افغانستان کې د جګړې پای ته رسېدو هیلې تر بل هر وخت زیاتې شوي دي.

امریکا له طالبانو سره یو کلنې خبرې لغوه کړې خو طالبان بیا د اروپايي هېوادونو له استازیو او د سیمې له قدرتونو سره وخت ناوخته لیدنې کوي.

تېره ورځ هم د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی رولاند کوبیا او د جرمني ځانګړی استازی مارکوس پوتزیل دوحې ته تللي وو او پر د افغانستان پر سوله یې له طالبانو سره خبرې کړي.