"د وژل شویو سرتېرو اولادونو ته خصوصي ښوونځیو کې د وړیا زده‌کړې موقع برابرېږي"

د پوهنې وزارت وايي، په دې هوکړه کې هغه ماشومان هم شامل دي چې درانه کارونه کوي او یا د ستونزو له کبله له زده‌کړو پاتې دي.

د افغانستان د پوهنې وزارت په نوي ۱۳۹۹ لمریز کال کې د خصوصي ښوونځیو د ټولنې په مرسته د امنیتي او دفاعي ځواکونو د وژل شویو سرتېرو اولادونو ته د وړیا زده‌کړې زمینه برابروي.

د پوهنې وزارت او د خصوصي ښوونځیو ټولنې د شوې هوکړې له مخې د هغو سرتېرو اولادونو ته به هم خصوصي ښوونځیو کې له لس تر پنځوس سلنې تخفیف ورکړل شي چې اوس‌مهال په خدمت بوخت دي.

د پوهنې وزارت ویانده نوریه نزهت وايي، په دې هوکړه کې هغه ماشومان هم شامل دي چې درانه کارونه کوي او یا د ستونزو له کبله له زده‌کړو پاتې دي.

د سرچینې له قوله، د دې هوکړې پر بنسټ به یوازې په کابل کې ښار کې ۱۴۸۲۷ ماشومانو ته په ۱۳۹۹ لمریز کال کې په خصوصي ښوونځيو کې د زده کړې زمینه برابره شي.

اغلې نزهت وویل: "موږ په ۱۳۹۹ لمریز کال کې په همدې شمېر ماشومان چې د امنیتي او دفاعي ځواکونو د کورنۍ غړي دي، تر پوښښ لاندې نیسو. البته په دې ماشومانو کې یو شمېر هغه هم شته چې د غربت له کبله ښوونځیو ته نه شي تلای."

د ټولو هغو ماشومانو شمېر به چې په ۳۴ ولایتونو کې له دې خدمتونو ګټه اخلي، د روان کال تر پایه معلوم شي.

په ورته وخت کې د افغانستان د ملي دفاع وزارت وايي، د مستحقو ماشومانو پر نوملړ یې کار پیل کړی دی.

د دې وزارت د ویاند مرستیال فواد امان وویل: "دا چې ولې تر اوسه موږ نه یوو توانېدلی چې دا تګلاره وروستۍ کړو، دلیل د دې پروګرام شفافیت دی، څو مستحق خلک ترې برخمن شي. "

د افغانستان د خصوصي ښوونځیو ټولنه هم زده‌کړو ته د امنیتي او دفاعي ځواکونو د کورنیو د ماشومانو د جذب په اړه خبره کوي.

د دې ټولنې ريیس محمد داوود بابر په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "ډېری خصوصي ښوونځي په ورین تندي دا کار مني او یو شمېر ښوونځي هم شته چې په دې اړه لا خبر نه دي. مګر زه وایم هغوی به هم چمتو شي چې د امنیتي او دفاعي ځواکونو د قرباني کورنیو ماشومان ته د زده‌کړو زمینه برابره کړي."

د افغانستان د خصوصي ښوونځیو د ټولنې د شمېرو له مخې، اوس‌مهال په ټول افغانستان کې ۲۲۰۰ خصوصي ښوونځي شته چې یوازې ۱۲۰۰ یې په کابل کې دي.