د بشري حقونو د څار سازمان: ایران دې مظاهرو کې د وژل شویو او نیولو شویو شمېر اعلان کړي

هیومن رايټس واچ همدا راز د ایران پر رژیم غږ کړی چې د شوي تیري او زور زیاتي په اړه دې خپلواکو تحقیقاتو ته اجازه ورکړي.

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان (هیومن رايټس واچ) وايي، ایران په قصدي ډول پر هغو اقداماتو چې د مظاهره چیانو د ځپلو لپاره شوي، پرده غوړولې ده.

هیومن رايټس واچ پرون د نومبر په ۲۷مه ویلي چې د ایران حکومت باید ژر تر ژره په مظاهرو کې د وژل شویو او په مظاهرو کې د لاس درلودلو په تور د نیول شویو وګړو رسمي شمېر اعلان کړي.

هیومن رايټس واچ همدا راز د ایران پر رژیم غږ کړی چې د شوي تیري او زور زیاتي په اړه دې خپلواکو تحقیقاتو ته اجازه ورکړي.

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان د منځني ختيځ د برخې مرستیالې میشال پېج ویلي، د ایران حکومتي چارواکو تر اعتراضونو دولس ورځې وروسته هم د وژل شویو وګړو دقیق رقم نه دی خپور کړی او توقیف شویو وګړو ته یې د مرګ ګواښونه کړي دي.

هیومن رايټس واچ ویلي چې د اعتراض کونکو پر ضد د ایران د رژیم د ځپونکو اقداماتو چې د نومبر د ۲۵مې په ماښام پیل شول، شدت دقیقاً نه دی څرګند ځکه د ایران رژيم څو ورځې په هغه هېواد کې پر خلکو انټرنټ بند کړی و.

د ایران حکومت تر اوسه په اعتراضونو کې د وژل شوو وګړو رسمي رقم نه دی خپور کړی.

د ایران رژیم ویلي چې اعتراضونه ډاکه مارانو پیل کړي وو او د اسلامي جمهوري بهرني دښمنان لکه امریکا، اسرائیل او د دې دواړو هېوادونو نور متحدان او سعودي عربستان یې تر شا دي.

د ایران ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي پرون د بسیجي ځواکونو په غونډه کې وویل، پر دې اعتراضونو چې د ډېرې خطرناکې دسیسې پر بنا پېل شوي وو، ډېرې پېسې لګېدلې وې.

خامنه یي وویل: "خلکو [د ایران دښمنانو] یوه ژوره، پراخه او خطرناکه دسیسه پلان کړې وه. امریکا ډېرې پيسې مصرف کړې وې او هڅه یې کوله چې دلته منګولې خښې کړي، موقع ترلاسه کړي او د تخریب، قتل او چپاول کمپاین د تېلو د نرخ د لوړېدو له امله د اعتراضونو تر نوم لاندې پیل کړي. هغوی فکر کاوه چې موقع ورغلې ده او خپل ځواکونه یې رامیدان ته کړي وو، خو دا کمپاین خلکو تالا او شنډ کړ."

د خپرو شویو شمېرو له مخې په ایران کې تر ۱۴۰ زیات مظاهره چیان وژل شوي او تر ۷۰۰۰ زیات اعتراض کونکي نیول شوي دي.

د ایران دولتي خبري اژانس ایرنا پرون خبر ورکړ چې په اعتراضونو کې ۸ تنه چې د امریکا د استخباراتو له ادارې سره د تړاو تور ورباندې لګېدلی، نیول شوي دي.

ایرنا د ایران د استخباراتو په حواله وویل چې د امریکا د استخباراتو ادارې هغوی د ولسي ژورنالیستانو تر نوم لاندې په بېلابېلو هېوادونو کې روزلي وو.

په ایران کې د اکټوبر له لومړۍ نېټې په ډېرو ښارونو کې خلکو مظاهرې وکړې. مظاهرو خال – خال د ایران په څو ښارونو کې دوام درلود.

خو د رپوټونو په حواله، تېره اونۍ د مظاهرو لمن د هغه هېواد نږدې ۱۰۰ ښارونو ته خوره شوه.

اعتراض کونکو په دې موده کې د پولیسو پر مرکزونو حملې وکړې، د پټرولو د خرڅولو سټېشنونو ته یې اورونه واچول اوځای – ځای یې دوکانونه چور کړل.

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان ویلي چې پر ټولنیزو رسنیو (سوشیل میډیا) په خپرو شوو ویډیوګانو کې واضح لیدل کېږي چې د ایران امنیتي ځواکونه پر مظاهره چیانو ډزې کوي.

په رپوټ کې همدا راز د ټولنیزو رسنیو د معلوماتو پر اساس لیکل شوي چې په مظاهرو کې د وژل شوو وګړو کورنیو او خپلوانو ته اجازه نه ده ورکړل شوې چې د خپلو عزیزانو مړي تر لاسه کړي.

په نیویارک کې د بشري حقونو د څارنې دې ادارې د بشري حقونو د ملاتړ د یوشمېر ډلو او په ایران کې د پارلمان د یوه غړي په حواله وویل چې تر ۱۴۰ زیات مظاهره چیان وژل شوي او تر ۷۰۰۰ زیات اعتراض کونکي نیول شوي دي.