د عراق په نجف ښار کې مظاهره چیانو د ایران قونسلګرۍ وسوځوله

په نجف کې ملکي سرچینو او پولیسو ویلي چې مظاهره چیانو د ایران پر قونسلګرۍ حمله کړې وه او ودانۍ ته یې اور وراچولی دی.

په عراق کې مظاهره چیانو پرون د نومبر په ۲۷مه د هغه هېواد په نجف ښار کې د ایران قونسلګرۍ ته اور واچاوه.

په نجف کې ملکي سرچینو او پولیسو ویلي چې مظاهره چیانو د ایران پر قونسلګرۍ حمله کړې وه او ودانۍ ته یې اور وراچولی دی.

هغوي ویلي چې د قونسلګرۍ کارکونکي تر پېښې مخکې له هغه ځایه وتلي وو.

د عراق دولتي رسنیو پرون وویل چې چارواکو تر دې پېښی لږ وخت وروسته ګرځ بندیز اعلان کړ. په عراق کې له تقریباً دوو میاشتو راهیسې د نرخونو د لوړوالي، په حکومت کې د اداري فساد او بې کارۍ له امله مظاهرې کېږي.

د رپوټونو پر اساس، مظاهره چیان غوړاي چې د بغداد حکومت سقوط وکړي او هغه سیاسي طبقه چې مظاهره چیان يې د ایران په ګډون د یوشمېر بهرنیو قدرتونو په لاس کې ګڼي، له واکه لرې شي.

د تهران پلوي سیاسي ډلې په عراق کې په حکومتي ادارو او پارلمان کې زیات قدرت لري.

په بغداد کې مظاهرې د اکټوبر په لومړۍ پیل شوې او له هغه راهیسې د امنیتي ځواکونو په ډزو کې تر ۳۴۰ زیات مظاهره چیان وژل شوي دي.