له قرغزستانه نږدې یو میلیارد ډالره ناقانونه ایستل شوي

د قرغزستان د مالي چارو د پولیسو مشر باقر طاهروف

د قرغزستان د مالي چارو د پولیسو مشر وایي، هغه پیسې چې له دې هیواده په ناقانونه ډول ایستل شوي، نږدې یو میلیارډ ډالرو ته رسېږي.

له دې مخکې له دې هېواده د شاوخوا ۷۰۰ میلیونه ډالرو نغدو پیسو د ایستلو خبره شوې وه.

د قرغزستان حکومت د مالي فساد په اړه وروسته له هغې څېړنه پیل کړې چې له دې هېواده له غیر قانوني لارو د په سلګونه میلیونه ډالرو د ایستلو په اړه د ازادي راډیو د قرغزستان څانګې او د کلوپ په نوم د قرغزستان یوه خبري اژانس په ګډه څېړنه کړې وه.

د قرغزستان د مالي چارو د پولیسو مشر باقر طاهروف نن سې شنبه د دې هېواد د پارلمان وکیلانو ته وویل چې د اقتصادي جرمونو پر وړاندې د مبارزې لپاره د دولتي خدمتونو ادارې په دې اړه چې هغه‌یې د تورو پیسو سپینول یاد کړي، څیړنه پیل کړې ده.

په قرغزستان کې د مالي فساد په اړه د ترسره شوې څېړنې موندنو په دې وروستیو ورځو کې په دې هېواد کې د خلکو اعتراضونه راپورته کړي دي.

طاهروف وویل، ټول ۹۳۲ میلیونه او ۷۳۶ زره میلیونه ډالره له هېواده په ناقانونه ډول اېستل شوي دي.

دغه پیسې چین، ترکیې، لیتوانیا، بریتانیا، جرمني او یو شمېر نورو هېوادونو ته لېږدول شوي دي.

په دغه څېړنیز راپور کې د چین د شنجن ولایت د ۳۷ کلن اویغوري سوداګر ایرکین سایمایتي نوم په ډاګه شوی او ویل شوي چې نوموړي په پټه خبریالانو ته هغه اسناد سپارلي چي ښیي په چین کې د زېږېدلي اویغوري حبییب‌الله عبدالقادر په مشرۍ یوې شبکې په څه ډول سلګونه میلیونه ډالر له دې هېواده ایستلي دي.

سایمایتي د نومبر په ۱۰مه په استانبول کې په ډزو ووژل شو.

د قرغزستان د مالي چارو د پولیسو مشر د پارلمان غونډې ته دغه‌راز وویل چې چارواکو د سایمایتي د نیولو لپاره یو حکم صادر کړی و.

نوموړی چې په دغه څېړنیز راپور کې یې مرسته کړې وه، په دې تورن شوی و چې په جولای کې یې د ماليې له ورکولو تېښه کړې وه.

سایمایتي د قرغزستان د ګمرکونو پخوانی مرستیال رئیس رحیم بیګ مت رحیموف تورن کړی چې د عبدالقادر په مشرۍ د شبکې پر کارونو یې سترګې پټې کړې او مرسته‌یې ورسره کړې ده.

د ازادي راډیو د قرغزستان څانګې او د کلوپ د دغه ګډ څېړنیز راپور موندنې ښیي چې د مت رحیموف مېرمن په دوبۍ کې د جایدادونو د یوه پراختیایي شرکت ګډه پانګه‌واله ده چې چارې یې عبدالقادر مخ ته وړي.

مت رحیموف او د هغه ورور د قرغزستان د پارلمان غړي اسکندر مت رحیموف پر دوی لګول شوي تورونه رد کړي او مت رحیموف ویلي چې د ګمرک د پخواني چارواکي په توګه یې غلط کارنه دی کړی.

سایمایتي تر خپلې مړینې مخکې خبریالانو ته ویلي و چې د دې لپاره چې خپل ځان وساتي، د ترکیې د تابعیت غوښتنه‌یې کړې او تمه کوي چې د نومبر په ۱۴یې ترلاسه کړي.

هغه ویلي و چې له هغې وروسته به خبریالانو ته د مالي چارو نور اسناد هم وسپاري.

نوموړی د استانبول په یوه رستوارنت کې په ډزو ووژل شو.

د ترکیې پولیسود دې پیښې په تړاویوشمیرکسان نیولي خو د مشکوکو کسانو د انګیزې اوداچې له چاسره یې اړیکې درلودې، نورمعلومات ندي ورکړي.

د ترکیې پولیسو د دې پیښې په اړه رسمي بیانونه هم ندي ورکړي.

د قرغزستان د لوی څارنوالۍ دفتر د تېرې جمعې په ورځ وویل چې د دغه ګډ څېړنیز راپور د معلوماتو په اړه چې هغه کره دي او هم په تېره بیا د ناپېژنده کسانو په اړه چې په کراتو کراتو یې سایمایتي ته د مرګ ګواښ کړی و، څیړنه پیل کړې ده.

د دغو ګواښونو له امله نوموړی دې ته اړ شوی و چې له قرغزستانه ووځي او ترکیې ته وتښتي.

په همدې ورځ د قرغزستان د ولسمشر ویاندې تولګونای ستامالییوا وویل چې جنت بیکوف مخکې له دې چې د ولسمشر په توګه دنده پیل کړي، په یوه عمومي غونډه کې چې د پخواني ولسمشر الماس بیګ اتمبایف له‌خوا جوړه شوې وه، له عبدالقادر سره کتلي و، خو له هغه سره‌یې هېڅکله هم د سوداګرۍ ګډه معامله نه‌ده کړې.

د ازادي راډیو د قرغزستان څانګې او د کلوپ خبري اژانس په دغه څېړنیز راپور کې هغه وېډیویي تصاویر هم ترلاسه شوي چې ښیي، عبدالقادر د ۲۰۱۷ کال په نومبر کې د سورونبای جنت کوف د لوړې په مراسمو کې د سالون په دوهم کتار کې ناست دی.