د ایران انټرنشنل ټلوېزیون کارکوونکو ته د ایران خبرداری

دا ټلوېزیوني شبکه چې په ۲۰۱۷ میلادي کال کې یې خپرونې پیل کړي د ځینو ایراني چارواکو په باور له سعودي عربستان سره تړاو لري.

ایران وايي د هغو افرادو پر ضد به اقدامات وکړي چې د ایران انټرنشنل په نوم له لندن څخه خپرېدونکي فارسي ټلوېزیون سره تړاو ولري.

ایراني چارواکو پر دې ټلوېزیوني شبکې تور پورې کړی چې تېره اوونۍ یې په ایران کې د راپورته شویو حکومت ضد مظاهرو د پوښښ پر مهال بې‌طرفي نه‌ده ساتلې.

د ایران قضائیه قوې د سې شنبې په ورځ پر خپل وېب‌پاڼه لیکلي، د ایران انټرنشنل ټلوېزیوني شبکې یو شمېر کارکوونکي به "د خپلو اموالو په برخه کې له حقوقي او قضايي محدویتونو سره مخ شي."

د میزان په نوم د ایران له قضائیه قوې سره تړلي خبري اژانس د دې محدودیتونو په اړه جزئیات نه‌دي ورکړي.

تر دې مخکې د ایران انټرنشنل ټلوېزیوني شبکې د ایران د استخباراتو د وزارت چارواکي تورن کړي و چې په تهران او نورو ښارونو کې یې د دې ټلوېزیوني شبکې د ځینو کارکوونکو د کورنیو غړي ځورولي دي.

دا ټلوېزیوني شبکه چې په ۲۰۱۷ میلادي کال کې یې خپرونې پیل کړي د ځینو ایراني چارواکو په باور له سعودي عربستان سره تړاو لري.

د راپورونو په اساس ایران نه‌یوازې تازه د ایران انټرنشنل ټلوېزیون، بلکې د ځینو نورو هغو نړیوالو رسنیو د کارکوونکو کورنۍ وخت ناوخته ځورولي چې په بهر کې د خبریالۍ دندې مخته وړي.

د بخښنې نړیوال سازمان وايي، په ایران کې تېره اوونۍ د تېلو د بیو د لوړېدو پر ضد اعتراضونو کې لږ تر ۱۴۳ کسان وژل شوي دي.