'امریکا د ایران اعتراضونو په اړه له ۲۰ زرو ډېر اسناد ترلاسه کړي'

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو وايي، واشنګټن په ایران کې د حکومت له‌خوا د وروستیو اعتراضونو د ځپلو په اړه تر ۲۰ زرو زیات پیغامونه، وېډیوګانې، عکسونه او یاداښتونه ترلاسه کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د سې شنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، د امریکا متحده ایالات به پر هغو ایراني چارواکو بندیزونو ته دوام ورکړي چې د ایران د وروستیو اعتراضونو پر مهال د معترضانو په ځپلو کې مسؤل دي.

د بخښنې نړیوال سازمان وايي، د اعتراضونو پر مهال د حکومت ځپونکي اقدامات لږ تر لږ د ۱۴۳ کسانو د مرګ سبب شوي دي.

ایراني چارواکو د بخښنې نړیوال سازمان له‌خوا د مرګ ژوبلې دا شمېره رد کړې.

ایران د هغو اعتراضونو د ځپلو له کبله په نړیواله کچه له انتقادونو سره مخ شوی چې تېره اوونۍ د دې هېواد په تر سلو زیاتو ښارونو کې راپورته شول.

عامو ایرانیانو وروسته له هغې په اعتراضونو لاس پورې کړ چې حکومت دغلته د تېلو بیه لوړې او وېش‌یې په ځېره کړ.

د ایران رژیم پر وضیعت د کنټرول لپاره څو ورځې په ټول هېواد کې انټرنیټ محدود کړی و.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو په ایران کې د وروستیو اعتراضونو په اړه وویل: "ما او ولسمشر ټرمپ په ایران کې وروستي اعتراضونه څارلي، د ایران خلک یو ځل بیا د رژیم د کمزوري اقتصادي مدیریت له کبله لارو کوڅو ته راووتل، د ایران رژیم د دې پر ځای چې د خپلو اندېښنې لیرې کړي، د معترضانو په وړاندې یې له تاوتریخوالي کار واخیست او بهرني هېوادونه‌یې د اعتراضونو مسؤل وبلل."

د مایک پامپیو په وینا ایراني چارواکو تېره اوونۍ ایران کې د دې لپاره انټرنټ پرچاو کړ چې د حقایقو د خپرېدو مخه ونیسي.

د ایران د اعتراض کوونکو انځور

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر تر دې مخکې له ایرانیانو غوښتي وو چې د اعتراضونو پر وړاندې د ایران د ځپونکو اقدام اسناد او شواهد دې له متحده ایالاتو سره شریک کړي څو د بشري حقونو څخه دا سرغړاوي رسوا او لاس لرونکي یې مسول وګڼل شي.

د مایک پامپیو په وینا متحده ایالات به پر هغو ایراني چارواکو بندیزونو ته دوام ورکړي چې د بشري حقونو په دې سرغړاویو کې لاس ولري.

د نېټ بلاک په نوم شبکه چې په نړۍ کې انټرنټ څاري پرون‌یې وویل، په ایران کې بېرته تر ډېره انټرنټ فعال شوی دی.