ملګرو ملتونو د بې ځایه شویو خلکو وضعیت په اړه اندېښنه وښوده

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر دغه کورنیو ته د جدي مرستو د رسولو غوښتنه کوي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر په افغانستان کې د کورنیو بې ځایه شویو د وضعیت په اړه خبرداری ورکړی دی.

په افغانستان کې د جنګ جګړو له امله د بې ځایه شویو کورنیو په اړه د ملګرو ملتونو جدي اندېښنه.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر "اوچا" دغه کورنیو ته د جدي مرستو د رسولو غوښتنه کوي.

د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمیسیون هم د هوا په سړېدو سره د بې ځایه شویو کورنیو د میرمنو او ماشومانو وضعیت اندېښمن کړی دی.

د دغه کمیسیون د رسنیو د برخې مسول ذبیح الله فرهنګ ازادي راډيو ته وویل: " موږ د بې ځایه شویو کورنیو د وضعیت په اړه اندېښمن یو، دغه کورنۍ له زیاتو فرصتونو نه بې برخې کیږي، د ژوند د تېرولو لپاره ځای نه لري، د دغه کورنیو د ماشومانو د زده کړې، خوراکي مواد، چاپیریالي ستونزې او د دوی مصونیت اندېښمونکې دي، له حکومته مو په دې برخه کې د جدې مرستو غوښتنه ده."

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر د راپور پربسټ په روان 2019 میلادي کال کې په دې هيواد کې د جنګ جګړو له امله له 375800 کسانو نه ډېر د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوي چې په روان ژمي کې د ژوند تېرولو په هدف لومړنیو مرستو ته اړتیا لري.

د جګړې ترڅنګ وچکالي بل هغه عامل دی چې له دې شمېر بې ځایه شویو نږدې 245000 کسانو یې له امله خپلې اصلي مېنې پرېښې دي.

د دغه راپور پر بنسټ له دې شمېر څخه 75000 کسان یوازې د هيواد د لوېدیځې څنډې په کمپونو کې ژوند کوي چې بېرته لا خپلو سیمو ته نه دي ستانه شوي.

د دې ترڅنګ له ګاونډیو هيوادونو ایران او پاکستان نه د نږدې 500 زره افغانانو بېرته ستندېدل هغه څه دي چې د بشر حقونو د کمیسیون او د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر يې اندېښمن کړی دی.

په دغه راپور کې دغه شان راغلي، چې افغانستان ته د بهرنیو هيوادونو نه د راستنېدونکو کسانو او هغه پناه غوښتونکو شمېر چې د روان میلادي کال په ترڅ کې له ترکیې نه راویستل شوي هم د زیاتېدو په حال کې دي.

په ورته وخت کې د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویاند عبدالباسط انصاري وايي، د کورنیو بې ځایه شویو او د بېرته راستنېدونکو لپاره د ژوند لومړنۍ اړتیاوې په نظر کې نیول شوي دي.

هغه زیاته کړه: "د کورنیو بې ځایه شویو او بېرته راستنېدونکو لپاره چې شمېر يې ۹۵۰۰۰ کسانو ته رسیږي، د خوراکي موادو، د سونګ توکو، او د نورو ژمنیو اړتیاوو مرستې کیږي، دا زموږ د تیاریو له جملې نه دي، له دې شمېر کسانو نه دولس زره او سل کورنیو سره د دې وزارت مرستې شوي دي، او له نورو سره د مرستو په هدف اروپايي ټولنه او نور نړیوال مرسته کوونکي بنسټونه له موږ سره همکاري کوي."

د ژمي د موسم په رارسېدو سره د کورنیو بې ځایه شویو او بېرته راستنو شویو بې سرپنا کډوالو ژوند سخت شوی او بېلابېلې ناروغۍ د دغه کورنیو ماشومان او میرمنې ګواښي.

له زده کړو نه د دغه کورنیو د ماشومانو پاتې کېدل بله هغه ستونزه ده چې د افغانستان د بشر د حقونو کمیسیون ورته اشاره کوي او په دې برخه کې د حوکمت دعاجلې پاملرنې غوښتونکی دی.