له نړیوال بانک د افغانستان د مالیې وزارت غوښتنه

نړیوال بانک ژمنه کړې چې د دوی اقتصادي پروګرامونه د دولت د ملي لومړیتوبونو پر بنسټ تنظیم او همغږي کوي.

د افغانستان د مالیې وزارت وايي، په افغانستان کې د نړیوال بانک پراختیایي پروګرامونه باید داسې تنظیم شي چې له اقتصادي ودې، کار موندنې او بې‌وزلۍ له کمولو سره مرسته وکړي.

د مالیې وزارت ویاند شمعروز خان مسجدي نن ازادي راډيو ته وویل چې دا خبرې د مالیې سرپرست وزیر محمد همایون قیومي او نړیوال بانک ځانګړي استازي البرټ جرارډ کونډرز ترمنځ شوي دي.

نوموړي وویل چې نړیوال بانک په زیانمنو، ناسمو اقتصادي او پراختیایي چارو کې خپل پروګرامونه داسې تنظیموي چې د پرمختګ ترڅنګ له اقتصاد سره هم مرسته وکړي.

هغه زیاته کړه: "د افغانستان دولت هڅه کوي چې نړیوال بانک سره په درېیو محورونو کې اقتصادي پراختیا، د بې‌وزلۍ راکمولو او کاري زمینو په برابرولو کې مرسته کړي."

نړیوال بانک ژمنه کړې چې د دوی اقتصادي پروګرامونه د دولت د ملي لومړیتوبونو پر بنسټ تنظیم او همغږي کوي.

د افغانستان لپاره د نړیوال بانک رئیس ښاغلي هنري کرالي چې په دې ناسته کې یې ګډون کړی و وویل چې راتلونکي پلانونه باید په داسې ډول ترتیب او پلي شي چې اغېز او ګټې یې لوړ حد ته ورسېږي.