د بخښنې نړیوال سازمان: د ایران وروستیو مظاهرو کې ۱۴۳ کسان وژل شوي

د بخښنې نړیوال سازمان پرون دوشنبه (نومبر ۲۵مه) په یوه بیان کې ویلي چې ګڼ دا کسان په ډزو وژل شوي

د بخښنې نړیوال سازمان (امنسټي انټرنشنل) ویلي، د ایران په وروستیو مظاهرو کې ۱۴۳ کسان وژل شوي دي.

دغه سازمان پرون دوشنبه (نومبر ۲۵مه) په یوه بیان کې ویلي چې ګڼ دا کسان په ډزو وژل شوي، خو د ایران حکومت بیا دا شمېرې رد کړې دي.

د ګڼو نورو کسانو د ټپي کېدو خبره هم تأیید شوې ده.

د ازادي راډيو/ فردا څانګې معلومات ښيي چې په ایران کې په وروستیو مظاهرو کې څلور زره او ۸۰۰ کسان د دې هيواد په ۱۸ ولایتونو کې نیول شوي دي.

د ایران سپاه پاسداران انقلاب اسلامي ځواکونه وايي چې د دې هېواد له قضايي ادارو یې غوښتي څو نیول شويو کسانو ته سخته سزا ورکړي.

د ایران په سلو ښارونو کې مظاهرې وروسته له هغه پيل شوې چې حکومت د تېلو بیه لوړه کړه.

پرون په تهران کې بیا د حکومت په پلوۍ هم زرګونه کسان راټول شوي وو، چېرته چې د ایران د سپاه پاسداران ځواکونو قوماندان حسین سلامي امریکا، بریتانیا، اسرائیل او سعودي عربستان تورن کړل چې د ایران په وروستیو ناارامیو کې ښکېل دي.