"کندهار کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی زیات شوی"

ارشیف

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي په کندهار ولایت کې سږکال د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي پېښې زیاتې شوي.

په کندهار کې د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون رییس شمس الدین تنویر پرون- یکشنبې آزادۍ راډیو ته وویل دوی د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۸۳ بېلابېلې پېښې ثبت کړي.

هغه زیاته کړه: "د تاوتریخوالي ۸۳ پېښې زمونږ د ښځو په څانګه کې ثبت شوي دي چې ډېری لفظي تاوتریخوالی دی، البته ځینې کسان دا یو عادي کار بولي او په دویمه درجه وهل ټکول دي چې په فزیکي تاوتریخوالي کې راځي."

د کندهار د ښځو د چارو ریاست هم د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي په پېښو کې زیاتوالی تائیدوي خو وايي چې په کندهار ښار او نهو ولسوالیو کې د ښځو پروړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره د عامه پوهاوي پروګرامونه عملي شوي دي.