د بلخ – جوزجان د ګازو نل لیکه چا لیلام کړې؟

آرشیف

د بلخ ولایتي شورا د مزار – جوزجان ترمنځ د ګاز د غځېدلي څه باندې سل کیلو متره نل لیکه د خرڅېدو د څرنګوالي او له پېرېدونکي کمپنۍ سره د هوکره لیک د جزئیاتو په اړه له مالیې وزارته وضاحت غواړي.

د بلخ د ولایتي شورا یو غړی غلام سخي لاله وايي چې د مزار – جوزجان ترمنځ غځېدلې دغه نل لیکه چې څخه باندې ۱۰۰ کیلو متره ده، د بلخ او جوزجان د سیمه ییز ادارو او ولایتي شوراګانو له اطلاع پرته د مالیې او کانونو وزارتونو لخوا د اوسپنې د ویلي کولو پر یوه کورني کمپنۍ د زړې اوسپنې په بیه پلورل شوې.

ښاغلي لاله ووېل: "دا نل لیکه چې ملي سرمایه ده، ټولو خلکو ته اړوند کیږي، تخریب شوی نه دی، دوی لیلام کړی، حتا مونږ (ولایتي شورا) هم په جریان کې نه یو پرېښول شوي، نه پوهېږو چې دا ولسمشر او یا که د مالیې وزارت خرڅ کړی دی خو د پایپ لاین په اړه د بلخ او جوزجان خلک خبر نه دي."

د ګاز دا نل لیکه یا پایپ لاین په ۱۹۷۰ او ۱۹۸۰ میلادي کلونو کې پخواني شوروي ته د بې سلفرو ګاز د لېږد لپاره کارول کېده، چې په ۱۹۸۵ کال کې پخواني ولسمشر ډاکتر نجیب الله له افغانستان څخه شوروي له دې نل لیکې د ګاز لېږد بند کړ.

په ۱۹۹۰ میلادي کال کې د ملا محمد عمر د رژیم په وخت کې هم طالبانو د ګاز له دغه پایپ لاین (نل لیکې) څخه له شبرغان ښار څخه بلخ ولایت ته د ګاز د لېږد لپاره کار واخیست.

په ۲۰۰۰ میلادي کال د طالبانو د رژیم له نړېدو وروسته د لنډمهاله حکومت د رامنځته کېدو پر مهال له دغه پایپ لاین څخه ګټه اخیستنه په ټپه ودرېده، او څه باندې ۱۹ کاله کېږي چې له یادې نل لیکې هېڅ ډول ګټنه نه ده شوې.

اوس مهال د کانونو وزارت وايي؛ چې د بلخ – جوزجان ترمنځ د ګازو غځېدلی پایپ لاین د کابینې د اقتصادي شورا د پرېکړې پر اساس د مالیې وزارت لخوا د وسپنې د ذوب پر یوه خصوصي شرکت پلورل شوی دی.

د دغه وزارت ویاند عبدالقدیر مطفي ازادي راډیو ته ووېل: "دا پایپ لاین لیلام شو، فعلاً یوه خصوصي شرکت ته ورکړل شوی دی، چې د اوسپنې د تولید په برخه کې ترې کار اخلي، دا پخوانی پایپ لاین دی، او د اقتصادي شورا د پرېکړې په مطابق خرڅ شوی دی."

د بلخ د والي دفتر د ګاز د دغه سل کیلو متره نل لیکې د خرڅلاو په اړه بې خبري ښايي.

په شمال زون کې د افغان ګاز اداره هم نه غواړي په دې تړاو معلومات رسنیز شي.

سره له دې چې د کانونو وزارت وايي چې د بلخ – جوزجان ترمنځ غځېدلی پایپ لاین د مالیې وزارت له خوا خرڅ شوی، خو د مالیې وزارت ویاند شمروز خان مسجدي د یادې نل لیکې د خرڅېدو د څرنګوالي په اړه د ازادي راډیو پښتنې ځواب نه کړې.

د بلخ – جوزجان د ګاز نل لیکه چې یو وخت د ملي عوایدو لویه سرچینه بلل کېده، اوس یې پرې شوې ټوټې د زړو وسپنو په بیه د فرعي لارو څخه په لویو ګاډو کې له بلخ او جوزجان څخه کابل ته لېږدول کیږي.