امریکا: د ایراني مشرانو د ټولنیزو رسنیو حسابونه دې بند شي

دا غوښتنه د ایران د حکومت د هغه اقدام په غبرګون کې شوې چې په دې هیواد کې یې د اعتراضونو پر مهال انټرنټ بند کړی دی.

د امریکا متحدو ایالتونو د ټولنیزو رسنیو له سترو شرکتونو فېسبوک، انسټاګرام او ټویټر څخه وغوښتل چې د ایران د حکومتي مشرانو حسابونه بند کړي.

دا غوښتنه د ایران د حکومت د هغه اقدام په غبرګون کې شوې چې په دې هیواد کې یې د اعتراضونو پر مهال انټرنټ بند کړی دی.

د ایران لپاره د امریکا ځانګړي استازي برین هوک بلومبرګ نیوز شبکې ته په مرکه کې، چې د بهرنیو چارو وزارت په رسمي ټویټرپاڼه کې خپره شوې ده، د ایران رژیم خورا دوه مخی بللی دی.

ده همداراز ویلي، د ایران رژیم په داسې حال کې انترنیټ قطع کوي چې په خپله له دغو ټولو ټولنیزو شبکو کار اخیستو ته دوام ورکوي.

د ایران لپاره د امریکا ځانګړی استازي برین هوک

نوموړي د ټولنیزو رسنیو له سترو شرکتونو فېسبوک، انسټاګرام او ټویټر څخه وغوښتل چې د ایران د حکومتي مشرانو اکاونټونه تر هغو بند کړي چې په دغه هیواد کې انترنیټ بېرته فعالېږي.

د ایران لپاره د امریکا ځانګړي استازي د ټولنیزو رسنیو له شرکتونو څخه د ایران د مذهبي مشر آیت الله علي خامنه يي، د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف او ولسمشر حسن روحاني د حسابونو د بندیدو غوښتنه کړې.

د ایران حکومت تیره اونۍ په ټول هېواد کې د اعتراضونو د راپورته کېدو وروسته انټرنټ بند کړی دی خو ځینو څارونکو ډلو ویلي چې په تیرو دوو ورځو کې انټرنټي اړیکې بېرته زیاتې شوې دي.

ایراني چارواکي ادعا کوي چې دا اعتراضونه راکم شوي خو تر اوسه داسې څه نه دې خپاره شوي چې دا ادعا تائید کړي.

اعتراضونه وروسته له هغه راپورته او سلو ښارونو ته خپاره شول چې د ایران حکومت د نومبر پر ۱۵ مه د تېلو د بیې د لوړېدو اعلان وکړ.

ایت‌الله علي خامنه‌یي د دې لاریونونو پر وړاندې په خپل لومړي غبرګون کې وویل چې د حکومت د پرېکړې ملاتړ کوي.

د ایران مشر ایت‌الله علي خامنه‌یي

هغه له امنیتي چارواکو هم وغوښتل چې د امنیت د ټینګښت په برخه کې خپلې دندې عملي کړي.

ده په ایران کې د تېلو د بیې د لوړېدو په اعتراض کې د خلکو پر لاریونونو نیوکه وکړه.

ایران خپل بهرني دښمنان لکه د امریکا متحده ایالتونه، سعودي عربستان او اسرائیل تورنوي چې د ایران د دې عامه تاوتریخوالي په لا ډېرېدو کې لاس لري.

د ایران حکومت وایې پنځه کسان په دې ترڅ کې وژل شوي خو د بشري حقونو ډلې لکه د بښني نړیوال سازمان یا امنستي انټرنشنل د وژل شویو کسانو شمیر تر سلو ډیر یادوي.

د ایران لپاره د امریکا ځانګړي استازي برین هوک بلومبرګ ویلي د ایران رژیم د دې لپاره انټرنټ بند کړی چې هڅه وکړي د وژل شویو شمېر او په ټول هېواد کې پر زرګونو اعتراض کوونکو راغلې غمیزه پټه وساتي.

فرانس پرس خبري آژانس ویلي، فیسبوک، انستاګرام او ټویټر تر اوسه د امریکایي چارواکي د وروستۍ غوښتنې په اړه څه نه دي ویلي.

امریکا د نومبر پر ۲۲ مه د ایران د مخابراتو پر وزیر محمد جواد آذري جوهري د دې لپاره بندیز ولګاوه چې د دوی په خبره د انټرنټ په سانسورولو کې یې رول درلود.