"افغانستان کې پر ښځو تاوتریخوالى زیات شوى دى"

ارشیف

د افغانستان د بشر د حقونو خپلواک کمېسیون وایي، په دغه هېواد کې د ښځو پر وړاندې د تېر کال په پرتله ۸ اعشاریه ۲ سلنه د تاوتریخوالي کچه لوړه شوې.

د دغه کمېسیون مشره شهرزاد اکبر وایي، سره له دې چې په دې برخه کې زیات کار شوی، خو لا هم د افغان ښځو د ژوند وضعیت د اندېښنې وړ دی.

د دغه کمېسیون کمېشنرې شبنم صالحي چې د بشر د حقونو خپلواک کمېسیون د کال د لومړیو اوو میاشتو راپور یې له رسنیو سره شریکاوه وویل، له ښځو سره د ترسره شوي تاوتریخوالي لویه برخه د کورنیو له خوا ده.

هغه زیاتوي: "سږکال د افغانستان د بشر د حقونو په خپلواک کمېسیون کې ۲۷۶۲ د تاوتریخوالي پېښې ثبت شوي، دا په داسې حال کې ده چې د تېر کال په اوو میاشتو ۲۵۳۶ پېښې ثبت شوې وې، له بده مرغه دا شمېر د تېرکال د همدې مودې په لړ کې ۸،۲ سلنه زیاتوالی ښيي."

د افغانستان د بشر د حقونو خپلواک کمېسیون په دې اوه میاشنې راپور کې راغلي چې، د هېواد په بېلابېلو ولایتونو او سیمو کې له ښځو سره په فزیکي، لفظي او رواني، اقتصادي او جنسي ډول تاوتریخوالی کېږي، چې ډيری دا تاوتریخوالی ډېر په لوبو ښارونو لکه کابل، هرات، کندهار ننګرهار او نورو ښارونو کې دی.