غني: ډپیلوماتان باید پر بهرنۍ پالیسۍ وپوهېږي

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني ویلي چې د افغانستان ډیپلوماتان باید له افغانستانه بهر د دې هېواد د منفي شهرت سبب نه شي.

د ارګ په خبرپاڼه کې چې پرون، د نومبر په ۲۳مه، رسنیو ته استول شوې، لیکل شوي چې ولسمشر محمد اشرف غني پرون ماښام د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست او یو شمېر چارواکو سره پر اصلاحاتو خبرې کړې دي.

د خبرپاڼې په حواله، ولسمشر غني د بهرنیو چارو وزارت مسئولینو ته ویلي چې په دې وزارت کې د کار کولو معیار باید مسلکي وړتیا وي.

ولسمشر غني ټینګار کړی چې د بهرنیو چارو وزارت کارکوونکي باید دولت په پالیسي خبر وي او د بهرني سیاست پنځه کړۍ باید ورته معلومې وي.

د ارګ او د بهرنیو چارو وزارت ترمنځ تر اوږدې مودې کړکېچ وروسته، صلاح الدین رباني د بهرنیو چارو له وزارته استعفی وکړه.

د افغانستان پر یو شمېر ډپلوماتان نیوکه ده چې په بهرنیو هېوادونو کې د کاري وړتیا له مخې نه دي ګومارل شوي، لوړې زده کړې نه لري او حتی په انګلیسي ژبه روانې خبرې نه شي کولای.

په بهرنیو هېوادونو کې د افغانستان یو شمېر ډیپلوماتیک ماموریتونه د اداري فساد له امله هم تر جدي نیوکو لاندې دي.