زېلنسکي: الفاظو تر اوسه د اوکراين پر خلکو تېر شوى مصيبت نه دى بيان کړى

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلنسکي

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلنسکي ویلي چې بشریت تر اوسه داسې کلمات نه دی موندلي چې د جوزف ستالین د واکمنۍ پر مهال د قحطۍ له امله د اوکراین پر خلکو تېر شوی مصیبت بیان کړي.

په اوکراین کې د ستالین د واکمنۍ پرمهال قحطۍ ته هولدومور ویل کېږي.

د اوکراین خلک پر پخواني شوروي تور پورې کوي چې په ۱۹۳۰ میلادي کال کې د ناسمو پالیسیو له امله یې په اوکراین کې د قحطۍ له امله د میلیونونو وګړو د مرګ مقدمه جوړه کړه.

اوکراینیان هرکال د نومبر په ۲۳مه، د هغې سترې غمیزې یاد تازه کوي.

د اوکراین په پلازمېنه کیف کې پرون په دې اړه ځانګړي مراسم جوړ شوي وو.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکی وویل چې اوکراینیان به هېڅکله هغه پېښه هېره نه کړي او د داسې ستر جنایت عاملان به ونه بښي.

د رپوټونو په حواله، هغه مهال په اوکراین کې له ۳ تر ۷ میلیونه وګړي له لوږې مړه شول.