نږدې هېوادونو ته د ایران خبرداری

د ایران د ولسمشر مرستیال اسحاق جهانګیري

د ایران د ولسمشر مرستیال اسحاق جهانګیري شاوخوا نږدې هېوادونو ته خبرداری ورکړی چې که چېرې ثابته شي چې په ایران کې په وروستیو اعتراضونو کې یې لاس درلود، په اسانۍ به خلاص نه شي.

ایراني چارواکو ویلي چې د خلکو اعتراضونه چې د نومبر په ۱۵مه ، د تېلو او نورو موادو د نرخ د لوړېدو له امله پېل شوي او داسې ګڼل کېده چې نږدې ۱۰۰ هېوادونو ته يې لمن پراخه شوې وه، پای ته رسېدلي دي.

تهران د امریکا، اسرائيل او عربستان په ګډون پر بهرنیو دښمنانو تور پورې کړی چې په وروستیو ناکراریو کې یې لاس درلود.

د ایران د ولسمشر مرستیال اسحق جهانګیري ویلي چې د سیمې یو شمېر هېوادونه باید وپوهېږي چې که په ایران کې په بې ثباتۍ کې د هغوی د لاس درلودلو ثبوت پيدا شو، په سیمه کې د هغوي لپاره ژوند کول به اسان نه وي.

د جهانګیري خبرې رويټرز د ایران د فارس خبري اژانس په حواله خپرې کړې دي.

د بشري حقونو د ملاتړ ادارې او ملګري ملتونه داسې ګڼي چې تېره اونۍ په ایران کې زیات شمېر اعتراض کونکي وژل شوي او ټپیان دي.

د بښنې نړیوال سازمان پرون وویل چې د وژل شوو وګړو شمېر ۱۱۵ ته لوړ شوی دی.