سیګار پر سرتېرو د داخلي بریدونو ډېرېدو او حکومت یې د کمېدو خبره کوي

په افغانستان کې د دولتي ځواکونو په لیکو کې د مخالفینو او په تېره بیا د طالبانو نفوذي کسانو په وار وار پر خپلو ملګرو سرتېرو مرګوني بریدونه کړي.

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړي سرمفتش (سیګار) په یوه تازه راپور کې ویلي چې په درېیو میاشتو کې د دولتي ځواکونو په لیکو کې ۳۰ داخلي بریدونه شوي، خو د افغانستان امنیتي ادارې ددغه ډول بریدونو د کمېدو خبره کوي.

د افغانستان دفاع وزارت چارواکي وايي، په تېرو کلونو کې د ملي اردو په لیکو کې د داخلي بریدونو په اړه اندېښنې زیاتې وې، خو اوس د حملو کچه ټیټه شوې ده.

ددغه وزارت یوه ویاند فواد امان ازادي راډیو ته وویل، د داخلي بریدونو د مخنیوي لپاره یو لړ طرزالعملونه رامنځته شوي چې په پلې کېدو سره به یې شته اندېښنې نورې هم را کمې شې.

خو ښاغلي امان ددغو بریدونو د شمېرو په اړه معلومات ورنه کړل.

هغه وویل: "د نوور کلونو په پرتله د ملي اردو په لیکو کې د خودي حملو ګراف کم شوی او موږ د دې لپاره یو لړ طرزالعملونه رامنځته کړي چې له مخې به یې په دې اړه شته اندېښنې هم لمنځه لاړې شي".

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړي سرمفتش (سیګار) په یوه تازه راپور کې ویلي چې په درېیو میاشتو کې د دولتي ځواکونو په لیکو کې ۳۰ داخلي بریدونه شوي.

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړي سرمفتش (سیګار) په یوه تازه راپور کې ویلي چې د روان ۲۰۱۹ میلادي کال په جون، جولای او اګست میاشتو کې د افغانستان د امنیتی ځواکونو په لیکو کې ۳۰ داخلي بریدونه تر سره شوي دي.

سیګار په دې پېښو کې دولتي سرتېرو ته د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي، خو د راپور په یوه برخه کې راغلي چې تر جون وړاندې درېیو میاشتو ته په کتو داخلي بریدونه دوه برابره شوي دي.

خو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د سیګار اداري دغه راپور ناسم او له حقیقته لرې بولي.

ددغه وزارت ویاند نصرت رحیمي آزادي راډیو ته وویل، پخوا د افغانستان د پولیسو په لیکو کې د مخالفینو نفوذي کسان وو، خو اوس دا اندېښنې لرې شوې دي.

خو ځینې پوځي کارپوهان د داخلي بریدونو په اړه د سیګار ادارې له راپور سره همغږي دي.

پوځي کارپوه امرالله آمان ازادي راډیو ته وویل، لا هم د امنیتي ادارو د استخباراتو په برخه کې نیمګړتیاوې شته چې د هغه په خبره مخالفین ترې ګټه پورته کوي.

ښاغلي امان زیاته کړه: "سیګار په ډېر مناسب وخت کې دغه راپور خپور کړی. د افغانستان، امنیتي او دفاعي بنسټونه په استخباراتي برخه کې ستونزې لري، اړوندې ادارې په دې برخه کې جدي توجه نه کوي. همدا لامل دی چې دغه ستونزې راولاړیږي."

په افغانستان کې د دولتي ځواکونو په لیکو کې د مخالفینو او په تېره بیا د طالبانو نفوذي کسانو په وار وار پر خپلو ملګرو سرتېرو مرګوني بریدونه کړي. کله ناکله دغو نفوذي کسانو د دولتي سرتېرو په جامه کې بهرني سرتېري هم په نښه کړي دي.

ددغه ډول بریدونو د مخنیوي لپاره د حکومت یو اقدام دا و چې د دولتي ځواکونو په لیکو کې یط د استخدام شرایط سخت کړل.