کندهار کې سلګونه کسانو ته د کار زمینه برابره شوې

ارشیف

په کندهار کې د وطني دالو د توليد فابريکې په فعالیت سره، سلګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.

د دغه ولایت د کرنې او مالدارۍ رئیس سید حفیظ الله سیدي نن ازادي راډيو ته وویل، له دغې فابریکې ډيری پروسس شوي وطني دال هرات، فراه، هلمند او یوشمېر نورو ولایتونو محلي مارکیټونو ته لږېدول کېږي.

هغه زیاته کړه: "په دې فابریکه کې درې څلور رقم دال پروسس کېږي، دا تقریباً د ورځې ۱۰ مټریک ټنه دال پروسس کوي او نږدې ۳ سوو کسانو ته یې د کار زمینه برابره کړې ده."

یاده فابرېکه د کندهار په صنعتي پارک کې د یو افغان سوداګر له خوا جوړ شوې ده.

اقتصادي کار پوه وکیل احمد سرحدي وايي، د تولیدي فابریکو په جوړېدو سره وطني تولیدات وده کوي او دا د هېواد په اقتصاد کې د پام وړ رول لري.

خو نوموړي وویل چې حکومت باید دغو فابرېکو لپاره نوې اقتصادي پالیسي هم جوړه کړي.