اروپايي ټولنې سوریه کې د ملکیانو وژنه وغندله

د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشره فدریکا موګریني

د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشرې فدریکا موګریني په سوریه کې د حکومتي ځواکونو او د هغوی د روسي متحدینو له لوري د ملکیانو وژنه غندلې او د نه منلو وړ یې بللې ده.

موګریني پرون وویل چې د کورنیو بې ځایه شویو په یوه کمپ باندې وروستي بریدونه او د ترکیې سرحد ته نږدې د روغتیايي مرکز بمبار د سوریې روان خراب وضعیت لا پسې کړکیچن کوي.

د سوریې د بشري حقونو لندن میشتې ډلې ویلي چې لږ تر لږه ۲۱ ملکیان چې په کې لس ماشومان هم شامل دي وړمه ورځ په ادلیب ولایت کې د بشار اسد د رژيم له خوا په هوايي بریدونو کې وژل شوي.

د بشار اسد رژيم په دې اړه څه نه دي ویلي خو روسیې ویلي چې د ملکیانو سیمې یې نه دي ویشتلي بلکې له هغو کډوالو سره مرستې کوي چې غواړي بېرته خپلو کورونو ته ستانه شي.