د ایران په لاریونونو کې لږ تر لږه ۱۱۵ کسان وژل شوي

د ایران رژیم اعتراض کونکو ته شدید ځواب ورکړی دی.

د بښنې نړیوال سازمان یا امنیسټي انټرنیشنل ویلي چې د ایران په وروستیو لاریونونو کې لږ تر لږه ۱۱۵ کسان وژل شوي دي.

دغه سازمان یاده خبره پرون جمعه په یوه اعلامیه کې کړې ده.

په اعلامیه کې چې د بښنې نړیوال سازمان په خپله ټیلیګرام پاڼه خپره کړې ویلي چې د وژل شویو واقعي شمېر تر دې ډېر لوړ دی.

اخوا د ایران قضائیه قوې تائید کړې چې په هغه هېواد کې د تېلو د لوړ نرخ پر ضد د وروستیو مظاهرو ۱۰۰ تنظیمونکي یې نیولي دي.

دایران رژیم اعتراض کونکو ته شدید ځواب ورکړی دی .

له ۲۰۱۷ میلادي کال راهیسې په ایران کې د اقتصادي فشار او د نرخونود لوړ والې پر ضد وخت نا وخت لاریونونه کېږي.

خو رپوټونه وايي چې دا وار د ایران رژیم د پخوا په پرتله د زیات سخت چلند خبرداری ورکړی دی.

د یو شمېر ربوټونو په حواله، د ایران رژیم دا وار اعتراض کونکو ته خبرداری ورکړی چې ځیني کسان حتی اعدام شي.

د ایران رژیم په عمومي ډول، په مظاهرو کې د تلفاتو شمېر کم خپروي.

دا وار رژیم په ایران کې پر انټرنټ بندیز لګولی چې د وضعیت په اړه یې دخپلواکو معلوماتو خپرول تقریباً ناممکن کړي دي.

د ملګروملتونو د بشري حقونو کمېسیون او له ایرانه بهر د بشري حقونو د ملاتړ ادارې اټکل کوي چې ګڼ شمېر لاریون کوونکي وژل شوي، ټپي شوي او د پولیسو له خوا نیول شوي دي.

د ایران حکومت د نومبر په ۱۵ مه پر تېلو د محدودیت اعلان وکړ.

له هغه راهیسې، رپوټونه وايي چې اعتراضونه د ایران ۱۰۰ ښارونو ته پراخ شوي دي.