ټرمپ: واشنګټن طالبانو سره پر نوې موافقې کار کوي

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالد ټرمپ

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر، ډونالډ ​ټرمپ وايي چې له وسله والو طالبانو سره پر نوې موافقه کار کوي.

ټرمپ دا خبره پرون، د نومبر به ۲۲مه، د امریکا له فاکس نیوز ټلوېزیون سره په مرکه کې کړې ده.

هغه زیاته کړه تېر ځل یې ځکه له طالبانو سره موافقه لغوه کړه چې هغوی فکر کاوه د خلکو په وژلو به د قدرت له موقعیته جوړجاړی وکړي.

د امریکا ولسمشر د سپټمبر په میاشت کې وروسته له هغه چې طالبانو دوه خونړي بریدونه وکړل له دې ډلې سره خبرې لغوه کړې.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ داسې وخت پرون له طالبانو سره په نوې موافقې د کار کولو خبره کړې چې دې ډلې تېره سه شنبه د افغانستان امریکايي پوهنتون دوه استادان امریکايي کیوین کینګ او اسټرالیايي تیموتي ویکس له شاوخوا ۳ کلن بند وروسته خوشې کړل.

افغان حکومت د دغو استادانو د ازادېدو په بدل کې د انس حقاني په شمول د طالبانو دری لوړپوړي چارواکي له زندانه ور خوشې کړل او ويې ویل چې د سولې په خاطر یې دا کار کړی.