د طالبانو له نقده تر فکري ملګرتیا؛ احمد وحید مژده چا وواژه؟

احمد وحید مژده تېره ورځ په کابل کې د وسله والو کسانو له خوا ووژل شو.

د افغانستان د سیاسي چارو شنونکي احمد وحید مژده ته یو شمیر نږدې کسان ادعا کوي چې مژده په حکومت دننه د ځینو کړیو له خوا وژل شوی دی.

د وحید مژده د کورنۍ غړي په دې اړه ډېر څه نه وايي خو دومره وايي چې، پولیسو د مژده د امنیت په ساتلو او د ده د وژنې د عاملینو پر نیولو یې کمزوري کړې ده.

په همدی حال کې ریاست جمهوری دغه ادعاوې بی بنسټه بولي او وایي چې د وحید مژده د قاتلانو د نیولو هڅې رواني دي.

د افغانستان د سیاسي چارو شنونکي وحیده مژده له وژل کېدو یوه ورځ وروسته، د ده د کورنۍ غړي وايي، پولیس تراوسه نه دي توانیدلي چې د برید عاملین وپېژني.

د کورنیو چارو وزارت د مسئولینو په خبره، مژده د چهارشنبې ورځې په ماښام د لمانځه له اداء کولو وروسته د کور پرلورروان و چې دوو موټرسایکل سپرو پرې ډزې وکړې.

کوم فرد یا ډلې تراوسه ددې وژنې مسئولیت نه دی منلی او طالبانو هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره د ښاغلي مژده وژنه غندلې ده.

خو د پولیسو په خبره د پیښې د عاملینو د نیولو هڅې رواني دي.

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ په اعلامیه کې راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني امنیتي، عدلی او قضايی بنسټونو ته ددغه ترور د عاملینو د نیولو او مجازاتو سپارښتنه کړې ده.

د ښاغلي مژده وراره صفي الله مژده له ازادی رادیو سره په خبرو کې امنیتي ځواکونه د خپل تره د امنیت په ساتلو کې په بې پروايۍ تورنوي.

هغه وویل: "تراوسه هیڅ څوک په دې تړاو نه دی نیول شوی، دا پخپله د حکومت کمزوري ښيي، زموږ غوښتنه دا ده چې، د دغه ترور عاملین ونیول شی."

د وحید مژده د کورنۍ غړو د هغه د وژنې د لامل او انګېزې په اړه ازادي رادیو ته څه ونه ویل.

وحید مژده د افغانستان په ټلویزیونونو کې د سیاسي کارپوه په توګه راڅرګندېده او اکثره یې د طالبانو د فعالیتونو او دریځ په اړه رسنیو سره خبرې کولې.

مژده په دې وروستیو کې په قطر کې له طالبانو سره د امریکايي پلاوي د ناستې او له دوو امریکایې استادانو سره د حقاني شبکې د دریو غړو د تبادلې په اړه رسنیو ته معلومات ورکړي دي.

دی په ځینو مواردو کې د ده د منتقدینو له خوا په دې تورن شوی و چې په تحلیلونو کې د طالبانو پلوي کوي.

د سیاسی چارو ځینې کارپوهان چې له ښاغلي مژده سره یې نږدي اړیکې درلودې، د هغه د وژنې لامل، د هغه ښکاره تحلیلونه او بې پردې څرګندونې ګڼي.

اسدالله وحیدي چې ځان له سیاسي پلوه د مژده همفکره ګڼي وايي، هغه په حکومت کې دننه کړیو ترور کړی دی.

دی په دې اړه د چا نوم نه یادوي خو وايي، څه موده مخکې حکومتي کسانو دی او مژده په مرګ ګواښلي وو.

ښاغلي وحیدي وویل: "په حکومت کې دننه د ځینو معلومو افرادو لخوا موږ ته وویل شول چې هیواد پریږدئ یا سکوت وکړئ او که نه نو وبه وژل شئ."

یو بل سیاسي شنونکی ولي الله شاهین هم د ښاغلي وحیدي خبره تکراروي چې ګواکې د مژده په ترور کې د حکومتي کړیو لاس دی.

د سیاسی چارو کارپوه اسدالله وحیدي

ددغه شنونکو له ډلې عصمت الله قانع چې د خواخوږۍ لپاره د وحید مژده کورته راغلی و ازادي راډیو ته وویل، مژده ورته څلور ورځې مخکې له یوه ټلویزیوني بحث وروسته ویلي وو چې په مرګ ګواښل شوی دی.

په همدې حال کې د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي هم په یوې اعلامیه کې د وحید مژده وژنه «هدفمنده» ګڼلې او ویلی یې دي چې "پر یوشمېر شخصیتونو او سیاسي شنونکو تروریستي حملې ښيي چې دغه اقدامات د جنګي جنایتونو د نوي کیفیت ښکارندویي کوي او د بشر د حقونو او د افغانستان د خلکو پر وړاندې یو جنایت دی."

د ښاغلي کرزي په اعلامیه کې ویل شوي چې "د افغانستان خلک د دا شان وژنو د منابعو په اړه ډېر شکونه لري او په دې باور دي چې د دولتی بنسټونو دنده د خلکو د ژوند او ازادۍ ساتنه ده نه برعکس یې."

د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی

خو د افغانستان د ولسمشر مرستیال ویاند لطیف محمود د دغو ادعاو په اړه وايي، په دې هکله بې مورده تورونه منصفانه نه دي.

ښاغلي محمود زیاته کړه: "د افغانستان او د افغانستان رښتیني زامنو (امنیتي او دفاعي ځواکونه) پر وړاندې بې بنیاده ادعاوې منصفانه نه دي او د هېواد له لوړو مصالحو څخه لیرې ګڼل کیږی."

وحیده مژده څوک و؟

مژده شاوخوا شپېته کاله مخکې په بغلان ولایت کې زیږیدلی وو. هغه یو زوی او یوه لور لري.

مژده د طالبانو د رژیم پرمهال د بهرنیو چارو وزارت په سیاسي څانګه کې کار کاوه او تر هغه وړاندې د شوروي پروړاندې د افغانستان د جهاد پرمهال څه موده په پاکستان کې و او په رسنیزو کارونو بوخت و.

مژده د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامی غړیتوب هم درلود.

د طالبانو د رژیم له ړنګېدو وروسته او د حامد کرزي په مشرۍ د نوي حکومت له جوړیدو سره، مژده د افغانستان په رسنیو کې د شنونکي په بڼه څرګند شو.

ده څو کاله مخکې یو "ان لاین" رسنۍ چارې هم پر مخ وړلې.

مژده په خپلو شننو کې په افغانستان کې دبهرنیو ځواکونو له موجودیت سره مخالفت کاوه او له امریکا سره د افغانستان د امنیتي توافقنامې مخالف هم و.

دی د افغانستان د دولت له منتقدینو هم و. په ۲۰۱۳ میلادي کال یک ټلویزیون، په پاکستان د طالب مشرانو سره د ده ټيلفوني خبرې هم خپرې کړې.

همغه مهال د افغانستان د حکومت د ملي امنیت سلاکار رنګین دادفر سپنتا د ولسي جرګې په یوه ناسته کې ادعا کړې وه چې د افغانستان د ملي امنیت ادارې د لوېې مشورتي جرګې پروړاندې د مظاهره کوونکو او له امریکا سره د توافقنامې په اړه خبرې اورېدلي چې په کویته کې یې د طالبانو له ویاند سره کولی او وايي، "موږ مظاهرې کړي او تاسې د دیوثي دغه سند پروړاندې موضع اعلان کړئ".

د وحید مژده باور د طالبانو په هکله:

د وحید مژده منتقدین په دې باوردي چې دده څرګندونې ښيي چې طالبانو ته نږدې دی.

خو د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړې ادارې (نی) مسئول مجیب خلوتګر وايي، مژده سره له ده د طالبانو په رژیم کې د بهرنیو چارو وزارت په سیاسي برخه کې کار کاوه او په ځینو مقالو کې یې د طالبانو پر کړنو هم انتقاد کاوه.

ښاغلي خلوتګر وویل: "په داسې حال کې چې دی (مژده) د بهرنیو چارو وزارت سیاسی مدیر و، خو د طالبانو پر حاکمیت یې انتقاد کاوه او دغه انتقادونه هغه وخت لږ اورېدل کېدل. د مژده انتقادونه د طالبانو د وخت په جرېدو لکه شریعت، فرهنګ او قلم کې نشریدل."

خلوتګر وايی، مژده د خپل فکر د بیان په اړه له هېچا نه ډاریده.

د افغانستان له ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې (نی) رئیس مجیب خلوتګر

د افغانستان له لیکوالانو عصمت قانع هم وايی، وحید مژده د طالبانو لخوا په ځینو محدودیتونو انتقاد کاوه.

دده په خبره مژده د طالبانو د محدودیتونو په اړه چې د بیان د ازادی او زده کړو او روزني پر برخو یې وضع کړي نقد کاوه.

پر وحید مژده حمله افغانستان کې پر تحلیلګرانو یوازینۍ حمله نه ده. مخکې له دې د پوځي چارو کارپوه زلمي وردګ هم په یوه وسلواله حمله ووژل شو.

نظر محمد مطمئن، حسن حقیار او احمد سعیدي هغه کارپوهان دي چې تردې وړاندې پرې حملې شوې او ټپیان شوي دي.