"داعش ډلې کونړیان اندېښمن کړي"

ارشیف

ولسمشر محمد اشرف غني تېره ورځ په ننګرهار ولایت کې د داعش ډلې د فعالیت پای اعلان کړ، خو د دې ‌ډلې فعالیت د هېواد په نورو سیمو کې څه ډول دی؟

که څه هم د افغانستان حکومت په ننګرهار کې د داعش ډلې د فعالیت پای اعلان کړ، خو د دغه هېواد د ختیځو او شمالي ولایتونو یو شمېر اوسېدونکي یې د فعالیت په اړه لا هم اندېښمن دي.

د ختیځ ولایت کونړ اوسېدونکي وايي، په ننګرهار کې جنګېدونکي ډېری داعش وسله‌وال دې ولایت ته تللي چې خلک یې اندېښمن کړي دي.

د کونړ ولایت اوسېدونکي عبدالله او نورالدین:"حکومت وايي، داعش په ننګرهار کې ماتې خوړلې، خو دوی کونړ ته راغلي. شمېر یې له زر تر یو نیم زر تنو دی. د خلکو لپاره یې لویه اندېښنه پیدا کړې. زموږ هیله له حکومت داده چې خلک له دې اندېښنې خلاص کړي. "

"ډېری خلک له هغو سیمو کډوال شوي چې داعشیان په کې ځای پر ځای شوي. له دې وړاندې دې سیمو کې زده‌کوونکي ښوونځیو ته تلل، خو اوس نه ځي."

د افغانستان په شمالي ولایتونو کې هم خلک د داعش ډلې د فعالیت په اړه اندېښمن دي.

بي بي کامله چې دوه کاله وړاندې د دغې ډلې له وېرې د جوزجان ولایت له درزاب ولسوالۍ نه مرکز ته کډه شوې، لا یېهم وېر پر ځای ده او نه غواړي خپل کور کلي ته ستنه شي:"داعشیانو مې خاوند را وواژه. خپله سیمه کې ژوند راته سخت شو. زموږ ټول ځایونه یې ویجاړ کړل. اوس هم له داعش او طالب ډلو وېرېږم."

دا اندېښنې داسې مهال را ولاړېږي چې ولسمشر محمد اشرف غني تېره ورځ ننګرهار ولایت ته د سفر پر مهال وویل، دې ولایت کې د داعش ډلې فعالیت نور پای ته رسېدلی.

له دې وړاندې د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل ویلي و، وروستیو ورځو کې ۶۲۵ داعش وسله‌وال چې ۴۰۰ ښځې او ۲۲۵ ماشومان هم په کې شامل دي، افغان حکومت ته تسلیم شوې دي.

د نومبر په ۱۷ د ننګرهار والي او امنیتي ادارو مسئولین د داعش د تسلیم شویو غړو په اړه خبریالانو سره د خبرو پرمهال

په ورته وخت کې د افغانستان حکومت په نورو ولایتونو کې د داعش دلې د فعالیت موضوع نه ردوي، خو زیاتوي، د دې ډلې د لمنځه وړلو لپاره هڅې روانې دي.

د ملي امنیت شورا ویاند کبیر حقمل په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:"داعش ډله په افغانستان په اساسي ډول ځپل شوې ده، مګر دا په دې مانا نه ده چې موږ د داعش له خطر په امان کې یوو. ډاډه یوو چې دا ډله د افغانستان په هره سیمه کې چې فعالیت ولري، امن ځایونه نه لري او له منځه به ولاړه شي."

د ملي دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان هم ازادي راډیو سره خبرو کې مني چې دا ډله په ختیځ ولایت کونړ کې فعاله ده خو وايي، د لمنځه وړلو عملیات یې پیل شوي دي.

بل لورته بیا یو شمېر پوخي کارپوهان هم وايي، په ننګرهار کې د دې ډلې د فعالیت پای، په افغانستان کې د دې ډلې د خطر د ختمېدو په مانا نه دی:

د امنیتي چارو شنونکي باري عارض:"داعش په افغانستان کې یو ټول شموله خطر دی. دا یوه نړیواله پدیده ده چې یوازې په افغانستان پورې محدوده نه ده. په لوړه کچه اکمالات ورته کېږي. په تدریجي ډول یې په تېرو کلونو کې په یو شمېر ولایتونو کې نفوذ کړی او ځای پر ځای شوې دي. "

داعش ډلې په لومړي ځل ننګرهار کې سر راپورته کړ ، خو وروسته یې د هېواد په یو شمېر شمالي ولایتونو کې هم فعالیتونه محسوس شول.

دې ډلې تر اوسه د کابل په ګډون د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د لویو بریدونو مسوولیت منلی دی.