اسرائیل په سوریه کې د سوریې او ایران پوځي اهداف ویشتلي

ارشیف

د اسرائیل پوځ وایې په سوریې کې ېې لسګونه ایراني او سوریه یې پوځي اهداف ویشتلي دي.

دوی وایې په دې سره یې د اسرائیل تر واک لاندې جولان پر لوړو د راکټي بریدونو غچ واخیست.

د اسرائیل د پوځ په خبره د دې هېواد جنګي جټ الوتکو نن د نومبر ۲۰ د ایران د سپاه پاسداران قدس اړوند اهداف چې له ځمکې هوا ویشتونکي توغندي، د وسلو زیرمې او نورې پوځي اډې پکي شاملې دي، ویشتلي.

د جګړو د حالاتو یوه څارونکې ډله وایي، په دې هوایې بریدونو کې ۱۱ پوځیان وژل شوي دي چې ۷ کسه یې د سوریې نه دي.

د سوریې دولتي رسنیو وړاندې راپور ورکړ چې پلازمینې دمشق ته څېرمه د اسرائیل په بریدونو کې دوه ملکي وګړي وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي.

ایراني چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي خو روسیې د اسرائیلو دا بریدونه یو ناسم اقدام بللی دی.

اسرائیلو په تکرار په سوریې کې د ایران ګټي په نښه کړي او غواړي په دې ډول په سیمه کې د ایران د دایمي پوځي حضور مخه ونیسي.