دنیا: دویم دور ته د ټاکنو د تلو امکان ډير دی خو دا به د کمېسیون جفا وي

یو شمېر کابل چاپ ورځپاڼې

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د ولسمشریزو ټاکنو او حقانې شبکې د زندانیانو د تبادلې په تړاو لیکنې او تبصرې چاپ کړې دي.

  • سرخط

سرخط ورځپاڼې لیکلي، حکومت د حقانې شبکې د دریو زندانیانو په ازادولو سره هغه تورونه ناسم ثابت کړل چې مخکي به د سولې اصلي مخالف لوری یادېده او د دې ترڅنګ د تېر په څير یو ځل بیا د سولې پروسې او په دې اړه د خلکو غوښتنو ته مثبت ځواب ورکړ.

وړاندې په سرمقاله کې دغه شان راغلي، افغان حکومت وکړای شول چې د افغان امریکايي پوهنتون د دوو استادانو په خوشي کولو سره له امریکا سره خپلې نسبتاً خړې اړېکې چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې مخامخ مذاکراتو په برخه کې د ځنیو ابهاماتو له کبله رامنځ ته شوې وې ،بېرته ورغوي او د هغوی ملاتړ خپل کړي.

د سرمقالې د لېکوال په باور، په ټوله کې حکومت، په تېره ولسمشر غني له طالبانو سره په وروستۍ تبادله کې ګټه وکړه او اوس طالبانو ته هم په کار ده چې د خپلو بندیانو خوشي کولو شرایطو ته په پام حکومت سره د سولې مخامخ خبرو ته حاضر او څومره ژر چې کېدای شي، دا پروسه هم بریالۍ شي.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا خپله سرمقاله په دې کرښه پیل کړې ده، د حقانې شبکې د زندانیانو تبادله به څه پایله ولري؟

وړاندې راغلي، افغان حکومت یوځل بیا د اوربند، سولې او په تېره بیا د افغان امریکايي پوهنتون د دوو بهرنیو استادانو د خوشې کولو په بدل کې د حقاني شبکې مهم غړي تبادله او له زندانه قطر ته ولېږل.

د سرمقالې لیکوال لېکي، ښايي په ډېر دقت سره د دغو بندیانو د تبادلې شرطونو ته پام وشي او که طالبان بیا هم ترې سرغړونه کوي، ځپل کېږي به او له سختو بریدونو سره به مخ شي.

په سر مقاله کې راغلي، په اصل کې د پاکستان حکومت د افغان امریکايي پوهنتون دوه برمته شوي استادان ساتلي وو او غوښتل یې چې د هغوی په خوشې کولو سره له امریکا څخه امتیازات ترلاسه کړي.

په سرمقاله کې راغلي، پاکستان د امریکا تر فشار لاندې دی او امریکا ته هم معلومه ده چې پاکستان نه یوازې دا چې برمته شوي استادان یې ساتلي وو، بلکې د حقاني شبکه هم د پاکستاني پوځ، ښی مټ بلل کیږي چې د دغو بندیانو خوشې کول یې اساسي غوښتنه وه.

د سرمقالې په پای کې راغلي، د بندیانو تبادله نیک ګام دی خو باید له کومې احساس شوې پایلې پرته خوشاله ونه اوسوو.

هیواد لیکي، پاکستان، روسیه او ایران په هېڅ ډول خپلواک او با امنه پرمختللی افغانستان نه غواړي چې په نړېواله کچه د سراتیژیکو اقتصادي او پوځي ملګرتیاوو لپاره اقدام وکړای شي.

  • دنیا

خو دنیا ورځپاڼې بیا د ټاکنو روان بهیر په اړه لیکلي دي.

په سرمقاله کې راغلي، دویم دور ته د ټاکنو د تلو امکان ډير دی خو دا به یوه لویه جفا وي چې کمېسیون یې د خلکو په حق کې کوي.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي، دویم دور ته د ټاکنو د تلو خبره وروسته له هغه مطرح کېږي چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د دوو میاشتو په ترڅ کې نه دی توانېدلی چې د ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړي.