د ازاد شوي امریکايي استاد کورنۍ: کیون کېنګ نن امریکايي لوري ته سپارل شوی

کېون کېنګ (ښی) او ټیموټي وېکس نن په زابل کې طالبانو له بنده خوشي کړل. د دوی په بدل کې د افغانستان حکومت درې طالبان ازاد کړل.

د افغانستان د امریکايي پوهنتون له تښتول شویو استادانو څخه د امریکايي کیون کینګ کورنۍ مني چې دغه برمته شوی استاد نن سهار امریکايي لوري ته سپارل شوی دی.

د ښاغلي کینګ کورنۍ رسنیو ته په یوې لیږلې بیانیې کې چې یوه کاپي یې ازادي راډیو ته هم رسېدلې لیکلي، وسله‌والو طالبانو د افغانستان امریکايي پوهنتون دواړه استادان د یوې سیاسي هوکړې پر بنسټ له بنده ازاد کړي دي.

د کیونک کېنګ خور سټېفاني مېلر ویلي، ورور یې اوس‌مهال له امریکايي ځواکونو سره دی او له طبي معایناتو وروسته به خپلې کورنۍ سره یوځای شي.

د افغانستان امریکايي پوهنتون هم په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې د خپلو دوو تنو استادانو د خوشې کېدو هرکلی کړی دی.

دغه پوهنتون لیکلي، دوی د خپلو استادانو د خلاصون په برخه کې د ټولو لوریو د هڅو ستاینه کوي.

د مشرانو جرګې د شکایتونو د اورېدو کمېسیون ريیس زلمي زابلي هم نن سه شنبې (عقرب ۲۸مه) ازادي راډیو ته وویل، د امریکايي پوهنتونونو د استادانو د خوشې کېدو لپاره د دې ولایت په درېیو ولسوالیو کې له تېرو درېیو ورځو راهیسې اوربند هم اعلان شوی و چې نن یې ورستۍ ورځ ده.

هغه وویل: "طالبانو په شملزایي، نوبهار او شاه جوی ولسوالیو کې د نن په ګډون د درې ورځو لپاره اوربند اعلان کړی دی. د دې اوربند فلسفه شاید همدا وي چې خوشې استادان په خوندي ډول انتقال شي."

د افغانستان حکومت هم د دوو امریکايي استادانو د خلاصون په بدل کې د حقاني شبکې درې مهم غړي، انس حقاني، ملي خان او حافظ عبدالرشید له زندان ازاد کړي دي.

ولسمشر محمد اشرف غني د دې طالبانو ازادي مشروطه، خو له طالبانو سره د مخامخ خبرو د پیل لپاره د ښه نیت ګام بللی دی.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت هم وايي، د زندانیانو تبادله به د سولې خبرو له پرمختګ سره مرسته وکړي.

د دې وزارت ویاندې ناجیه انوري د سه شنبې په ورځ ازادي راډیو سره خبرو کې هیله وښوده چې دا بهیر به د افغانانو ترمنځ په یوه مېز د کېناستو او خبرو د پیل لپاره ښه چانس وي.

اغلې انوري زیاته کړه: "له خپل مقابل لوري غواړو چې زموږ ښه نیت درک کړي، څو د سولې پروسه د دواړو لوریو ترمنځ پیل شي او موږ وشو کولای چې د افغانانو په توګه د سولې خبرو پر مېز کېنوو. "

طالبانو هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره د زندانیانو تبادله تایید کړې ده.

د دې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په لیږلې خبرپاڼه کې لیکلي، "دا ټولې کړنې د ښه نیت او اعتماد جوړونې لپاره ښه پرمختګ دی چې د سولې بهیر سره مرسته کولای شي."

په ورته وخت کې د پاکستان صدراعظم عمران خان هم د افغانستان امریکايي پوهنتون د دوو استادانو د خوشې کېدو هرکلی کړی دی.

ښاغلي خان په خپله ټویټرپانه لیکلي، "هیله مند دی چې دا ګام د ټولو ښکېلو لورو د ډاډ لامل شي چې د سولې بهیر بیا ورغوي. "

د افغانستان امریکايي پوهنتون استادان د ۲۰۱۶ کال د اګسټ په اوومه نېټه په کابل ښار کې وتښتول شول او له طالبانو سره د ۱۱۹۹ ورځو له تېرولو وروسته، د سه شنبې په ورځ بېرته ازاد شول.