عمران خان د افغانستان امریکايي پوهنتون د دو استادانو خوشي کېدو هرکلی وکړ

د پاکستان صدراعظم عمران خان

د پاکستان صدراعظم عمران خان د افغانستان امریکايي پوهنتون د دوو استادانو د خوشې کېدو هرکلی وکړ.

ښاغلي خان په خپله ټویټرپانه د ښکېلو خواوو چې دغه کار یې ممکن کړی ستاینه کوي او وايي چې پاکستان د افغانستان د جګړې له پاره د یوې سیاسي حل‌لارې د موندلو په هدف د خپلې پالېسۍ د یوې برخې په توګه، د دغو استادانو د خوشې کېدو اسانتیا برابره کړې ده.

عمران خان زیاتوي، موږ هیله‌من یو چې دغه ګام د ټولو ښکېلو لورو د ډاډ لامل شي، څو د سولې بهیر بیا ورغوي.

د عمران خان په دغه ټویټ کې راغلی چې پاکستان به د سولې بهیر لپاره د اسانتیاوو برابرولو ته ژمن پاتې شي.