ایران د تېلو بیو له لوړوالي ننګه وکړه

ارشیف

د ایران حکومت وايي، د سون توکو د سهمیه بندۍ او د تیلو د بیو د لوړولو په اړه پریکړه یې سمه ده.

د ایران د حکومت ویاند علي ربیعي پرون خبرداری ورکړ چې د اعتراضونو پر مهال تاوتریخوالی، بې نظمي او ورانکاري ورته د منلو نه دي.

نوموړي وویل: "ولسمشر د سون توکو په سهمیه کولو او د سمې اقتصادي پریکړې په کولو میړانه ښودلې، که څه هم ډیر یې مخالف دي."

د جمعې د ورځې راهېسې د حکومت په دې پریکړه چې د سون توکو ویش یې د سهمیه بندۍ له مخې کړی او د تیلو بیې یې هم لوړي له تاوتریخوالي ډک اعتراضونه دوام لري او وضیعت لا هم په ګڼو ښارونو کې ترینګی دی.

د ایران په شیراز ښار کې د اعتراض کوونکو انځور

د چارواکو له خوا د انټرنیټي خدمتونو پرچاوي د دې لامل شوی چې د ښارونو په لارو کوڅو کې د روان وضیعت په اړه ډیر معلومات تر لاسه نه شي.

د ایران د دولت ویاند علي ربیعي پرون په یوه خبري غونډه کې وویل، که څه هم ځینې وړې مسلې لا هم شته خو وضیعت له پخوا ارام شوی.

هغه زیاته کئه: "نن د پرون ورځې په پرتله په سلو کې اتیا وضیعت ارام و، کومه مسئله مو نه درلوده، څو وړې مسئلې پاتې دي او سبا او بل سبا به د بلواګرۍ له درکه ځانګړي مسئلې ونه لرو."

د ایران چارواکي وايي، د مظاهره چیانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ تر اوسه اخ و ډب کې شپږ کسان وژل شوي.

اعتراض کوونکي له امنیتي ځواکونو سره د اخ و ډب پرمهال

په دوی کې درې اعتراض کونکي، ۲ تنه امنیتي سرتیري او یو تن ساتونکی شامل دي.

خو په راپورونو کې د زیاتې مرګ ژوبلې خبره کیږي.

په ټولنیزو رسنیو کې څو خپاره شوي ویډیويي انځورونه ښيي چې دولتي ځواکونه پر اعتراض کوونکو ډزې کوي.

تر دې مخکې د ایران سپاه پاسدارن ځواک په یوه اعلامیه کې خبرداری ورکړی و چې که بلواګانې پای ته ونه رسیږي په پریکنده اقداماتو به لاس پورې کړي.

په عین حال کې د نیټ بلاک په نوم شبکه چې نړۍ کې انټرنیټ ته لاسرسی څاري وايي، په ایران کې د انټرنیټ تړاو په سلو کې پنځو ته راښکته شوی.

په اعتراضونو کې تر اوسه سل بانکونه او دکانونه سوځول شوي دي.

ویل کېږي چې د روانو اعتراضونو په ترڅ کې تر اوسه امنیتي ځواکونو شا او خوا 1000تنه نیولي.

ایران په نړۍ کې د خامو تېلو د زېرمو له پلوه څلورم هېواد دی.

دا هېواد اوس هم په نړۍ کې د تېلو تر ټولو ښکته بیې لري.